د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر وايي‌د افغان حکومت او ولسمشر غني ملاتړ کوي


ولسمشر جوبایډن د جولای پر ۲۳مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر جوبایډن د جولای پر ۲۳مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هغه د حکومت ملاتړ کولو ډاډ ورکړی دی.

ولسمشر جوبایډن دا خبره د جولای پر ۲۳مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټلیفوني خبرو اترو پر مهال کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې وسله والو طالبانو د ولسمشر اشرف غني او د افغان حکومت د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو یوه ویاند او د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین د جولای پر ۲۳مه له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې که د مذاکراتو په نتیجه کې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ حکومت په کابل کې واکمن شي او د اشرف غني په مشرۍ حکومت ولاړ شي نو طالبان به خپلې وسلې کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو طالبانو په افغانستان کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

خو امریکا وايي له افغانستانه د وتلو مطلب دا نه دی چې دوی به افغان حکومت او نظام یوازې پرېږدي.

د افغان ولسمشر ماڼۍ - ارګ – د جولای پر ۲۳مه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ولسمشر جوبایډن ولسمشر غني‌ ته په دې ټلیفوني‌ خبرو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بیان له مخې دواړو ولسمشرانو د سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو ترمنځ د ګډو هڅو، له افغانستان سره د امریکا د ډيپلوماټیکو او اقتصادي مرستو د دوام او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر خونديتوب ټینګار وکړ.

د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له دې ټیلیفوني خبرو مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې ولسمشر جوبایډن او اداره یې د ولسمشر غني او د هغه د حکومت ملاتړ کوي.

جېن ساکي زیاته کړه، "ولسمشر او اداره یې د اشرف غني په ګډون د افغانانو د مشرانو ملاتړ کوي. باید ووایم چې اوس مهال د افغان مشرانو ترمنځ د سولې خبرې او بحثونه روان دي چې موږ یې قطعي ملاتړ کوو خو موږ به له حکومت سره په بشري، امنیتي او روزنیزو برخو کې مرستو ته دوام ورکړو او همدا راز هڅوو یې چې د خپلو خلکو په دفاع او امنیت کې ټاکونکی رول ولوبوي."

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د بریتانیا ته د رسمي سفر پر مهال د جولای پر ۲۳مه له سکای نیوز ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې له پاکستاني مدرسو څخه شااوخوا ۱۵ زره نور وسله وال د طالبانو په لیکو کې د جګړو لپاره افغانستان ته ور روان دي.

حمدالله محب د استخباراتي سرچینو په حواله وویل، دا وسله وال له هغو ۱۰ زره طالبانو جلا دي چې د ده په وینا، تر دې مخکې ګمارل شوي دي.

ده وویل، "زموږ د اټکل له مخې ۱۰ زره جنګیالي د جګړو په دې فصل کې د پاکستان له مدرسو څخه د جګړې لپاره افغانستان ته راغلي دي او استخباراتي معلومات ښيي چې کېدای شي شااوخوا پنځلس زره نور نوي استخدام شوي جنګیالي هم د افغانستان پر لور روان وي."

حمدالله محب وویل چې طالبانو له هغو پټنځایونو څخه چې په چم ګاونډ کې یې لري دا امکانات ترلاسه کړل چې خپلې لیکې بیا له سره جوړې او د حملو لړۍ بیا پیل کړي.

نوموړي‌ ټینګار وکړ چې طالبانو له ترهګرو ډلو سره داسې اړیکې نه دي شلولې لکه څنګه چې یې له امریکا سره په کړي‌ تړون کې ژمنه کړې وه.‌

حمدالله محب د بېلګې په توګه د ازبکستان اسلامي غورځنګ یاد کړ او ویې ویل چې دا ډله له طالبانو سره ډېرې نژدې اړیکي پالي، په عین حال کې اسلامي دولت ډلې یا داعش ته بیعت کړی دی.

حمدالله محب پر طالبانو تور ولګاوه چې د سولې په مذاکراتو کې یې هېڅ داسې نښې نه دي ښودلي چې ‎په صادقانه هڅو کې وشمېرل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو په عبرګون کې څه نه دي ویلي.

رپورټ: احمد تکل

XS
SM
MD
LG