د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمي خلیلزاد د پاکستان له وزیراعظم او پوځي مشرتابه سره لیدلي


زلمی خلیلزاد د جولای پر ۱۹مه په نااعلان شوي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد  ته ورسېدی. (انځور: ارشیف)
زلمی خلیلزاد د جولای پر ۱۹مه په نااعلان شوي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد  ته ورسېدی. (انځور: ارشیف)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرتابه سره لیده کاته کړي دي.

زلمی خلیلزاد د جولای پر ۱۹مه په نااعلان شوي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېدی.

نوموړي له رسېدو وروسته هلته د پاکستان له وزیراعظم عمران خان ، د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه او د استخباراتي ادارې - ای ايس ای - له مشر جنرال فيض حمید سره خبرې اترې کړې دي.

د وزیراعظم له دفتره پر ټويټر پاڼه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په دې ملاقات کې د افغانستان پر اوسني صورتحال او د سولې د عمل پر ګړندي کولو خبرې شوې دي.

زلمی خلیلزاد پاکستان ته تر تګ وړاندې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی وو چېرې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په اړه دوه ورځنۍ خبرې اترې بې له څه خاص پرمختګه پای ته رسېدلې وې.

د زلمي خلیلزاد د اسلام اباد سفر په داسې وخت کې دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وار له مخه غیرعادي اړیکې له هغه وروسته لا پسې خرابې شوې دي چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر پر لور تر تښتولو وروسته تشدد وشو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۱۷مه په يو بیان کې ويلي ول چې د افغان سفير نجیب الله علیخېل لور سلسله عليخېله هغه مهال د نامعلومو بريدکونکو لخوا تر څو ساعتونو یرغمل شوې او سخت تشدد پرې شوې وو چې په اسلام اباد کې کور ته په لاره وه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان حکومت ته امر کړی وو چې دا پېښه دې وپلټي او په کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړي.

خو ولسمشر اشرف غني په اسلام اباد کې د سفیر په ګډون لوړپوړي افغان ډپلوماټان کابل ته ور وبلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان باید خپلې دې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي او د دوی په وینا، دا مسله د افغان سفیر له همکارۍ پرته دوی سر ته نشي رسولای.

XS
SM
MD
LG