د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس په پاکستان کې لږترلږه ۲۱ تنه نور وژلي


ویب پاڼې لیکلي چې یادې وبا په تېر یو شواروز کې ۱۵۹۰ تنه نور وهلي دي. په پاکستان کې تر اوسه ۹۷۶۸۶۷ کورونا وایرس وهلي دي. 
ویب پاڼې لیکلي چې یادې وبا په تېر یو شواروز کې ۱۵۹۰ تنه نور وهلي دي. په پاکستان کې تر اوسه ۹۷۶۸۶۷ کورونا وایرس وهلي دي. 

په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتوتونو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه نور وژلي دي.

د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د جولای پر ۱۴مه لیکلي دي‌ چې تر اوسه له دې ناروغۍ په مجموعي‌ توګه ۲۲۶۱۸ کسان مړه شوي دي.

ویب پاڼې لیکلي چې یادې وبا په تېر یو شواروز کې ۱۵۹۰ تنه نور وهلي دي. په پاکستان کې تر اوسه ۹۷۶۸۶۷ کورونا وایرس وهلي دي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو له مخې دې وبا تر اوسه تر ټولو زیات خلک په پنجاب کې وهلي او وژلي دي.

د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت یو شمېر محدودیتونه اعلان کړي دي.

د روغتیا په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړی سلاکار وايي، سیاحتي سیمو ته خلک په مشروط ډول پرېښودل کېږي.

د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې فیصل سلطان پرون په یو بیان کې ویلي، د لوی اختر پر مهال به هغه کسان سیلانیو سیمو ته د تګ اجازه لري چې د کورونا وایرس واکسین یې کړي وي. په پاکستان کې لوی اختر د جولای پر ۲۱مه اعلان شوی دی.

فیصل سلطان وايي، په تېرو څو ورځو کې د کورونا وایرس د رنځورانو کچه له دوو نیولې تر څلور فیصدو پورې لوړه شوې کومه چې خطرناکه خبره ده.

د نوموړي په وینا په ملک کې د کورونا نوې بڼه له هنده ورغلې چې ډیلټا نومېږي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د لوی اختر پر مهال دې د کورونا د مخنیوي لپاره پر طبي سپارښتنو عمل وکړي او له احتیاط نه دې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG