د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د امتحانونو په پیل د لکونو زده کوونکو راتلونکي ته خطر پېښ کړی: اپوزېشن


د پاکستان د تعليم وفاقي وزير چې کله د جولايي پر څلورمه اعلان وکړ چې له نهم تر دولسم جماعته به امتحانونه نور نه ځنډول کېږي نو د ملک په مختلفو برخو کې زده کوونکو د حکومت د دې پريکړې خلاف مظاهرې وکړې.
د پاکستان د تعليم وفاقي وزير چې کله د جولايي پر څلورمه اعلان وکړ چې له نهم تر دولسم جماعته به امتحانونه نور نه ځنډول کېږي نو د ملک په مختلفو برخو کې زده کوونکو د حکومت د دې پريکړې خلاف مظاهرې وکړې.

د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزيشن ګوندونه وايي حکومت د جون پر ۱۰مه د مېټرک او انټرمېډيټ امتحانونو په پیلولو د لکونو زده کوونکو راتلونکی له خطر سره مخامخ کړی دی.

د اپوزېشن ګوندونو غړي‌ د جولای پر نهمه له هغه وروسته د اسمبلۍ له غونډې د احتجاج په توګه ووتل چې حکومت له نهم تر دولسم جماعته د امتحانونو ځنډولو غوښتنه رد کړه او اعلان یې وکړ چې د جولای له لسمې به په اسلام اباد او صوبو کې امتحانونه اخیستل کېږي.

اپوزيشن ګوندونو وويل چې د حکومت له دې پرېکړې سره د مېټرک او انټرميډيټ څه باندې پنځه میلیونه زده کوونکو مستقبل له خطر سره مخ شوی دی.

د مسلم ليګ نواز ډلې احسن اقبال ، خواجه سعد رفيق، د پيپلز پارټۍ راجه پرويز اشرف او د اپوزيشن ګوندونو نورو غړو په خپلو ويناوو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې زده کوونکو امتحانونو ته تياري نده کړې نو امتحانونه دې تر یوه نیمې یا دوو میاشتو وځنډول شي.

د دوی په وینا، د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله تعليمي ادارې بندې وې او په کورونو کې د انټرنېټ د ناقصه انتظام يا نشتوالي او بجلۍ لوډشېډنګ له وجې هم زده کونکو په سمه توګه انلاين کلاسونه نه دي اخستي.

خواجه سعد رفيق اسمبلۍ ته په وينا کې وويل چې له څو ورځو راهيسې زده کوونکي په احتجاج دي او دوی هم غواړي چې پر دې مسله له حکومت سره خبرې وکړي خو هغوی يې نه اوري.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې، "دوې مياشتې پس چې تاسو بيا د ناکامه شویو زده کوونکو لپاره امتحانات راجوړوی نو اوس يې ولې ناکامه کوی خو دوی میاشتې وروسته پر یوه ځای تر امتحان واخلی".

د تعلیم وفاقي وزير شفقت محمود پر ټویټر ولیکل چې د امتحانونو په ځنډولو سره ولې هغو زده کونکو ته سزا ورکړي چا چې پوره تياري کړې ده.

د باجوړ د اتمانخېل تاسيل د ګردۍ کلي سکول د لسم جماعت زده کوونکی محمد عمر مشال راډیو ته وویل، د جولای په لسمه يې د فزکس پرچه ورکړه خو د حکومت له پريکړې خوشاله نه دی او بايد چې امتحانونه يې ځنډولي وای.

نوموړي وويل دا مني چې نصاب راکم کړل شوی خو د ده په وینا، د کورونا له وجې يې سکولونه بند وو او په سيمه کې د خراب انټرنېټ له وجې يې بيخي انلاين کلاسونه نه دي اخستي.

د پاکستان د تعليم وفاقي وزير چې کله د جولايي پر څلورمه اعلان وکړ چې له نهم تر دولسم جماعته به امتحانونه نور نه ځنډول کيږي نو د ملک په مختلفو برخو کې زده کوونکو د حکومت د دې پريکړې خلاف مظاهرې وکړې.

دوی وویل چې د کورونا او ناقصه انلاين کلاسونو له وجې يې زده کړې په سمه توګه نه دي کړې نو حکومت دې امتحانونه وځنډوي چې دارنګ دوی خپلې زده کړې سرته ورسوي.

XS
SM
MD
LG