د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بادغیس پر مرکز مو د طالبانو بریدونه پرشا تمبولي: والي


افغان سرتیری
افغان سرتیری

د بادغیس والي وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ولایت پر مرکز قلعه نو د وسله والو طالبانو حملې پر شا تمبولې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې.

حسام الدین شمس په ویډیويي پیغام کې چې د کورنیو چارو وزارت په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی، وایي: "د امنیتي ادارو یو شمېر مشران دلته په قلعه نو کې حضور لري، غواړو تاسو ته ډاډ درکړو چې د ځانګړو او سپېشل فورس ځواکونو په ګډون زموږ ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه به له قلعه نو څخه دفاع وکړي او دښمن چې اوس له موږ سره په نښتو کې ښکېل دی، د ښار په ځینو برخو کې ورته تلفات رسیدلي او هم له ماتې سره مخامخ شوی دی."

له دې مخکې نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.

د راپورونو له مخې پر قلعه نو د وسله والو نن (د جولای پر اوومه) سهار په برید کې د قلعه نو زندان مات شوی او ټول بندیان ترې تښتېدلي، خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو ډېری بندیان نیولي او بېرته یې زندان ته لېږدولي دي.

وسله والو طالبانو پر قلعه نو د حملو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ادعا کړې وه چې د مقر، قادس او اب کمري ولسوالیو د نیولو پر مهال له ۲۰۰ زیات پولیس او سرتېري له خپلو وسلو او مهماتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

XS
SM
MD
LG