د پاکستان د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وايي، په هېواد کې به له نهم تر ۱۲ تولګي امتحانونه په ټاکلې نېټه کيږي.
نوموړي د جولای پر درېمه په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې تېر کال امتحانونه ځندول شوي ول او ټول زده کوونکي کامیاب شوي ول خو سږ کال د ټولو صوبو وزيران پر دې سلا شوي وو چې امتحانونه به اخلي.
د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم تېر کال د کورونا وايرس وبا له وجې تعليمي ادارې څو ځله تړل شوې وې.
شفقت محمود په خبرو کې دا ګنګوسي رد کړې چې ګواکې امتحانونه ځنډول شوي دي. د تعليم وزير پر زده کونکو غږ وکړ چې په افواګانو يقين نه کوي.
ده زياته کړه چې په هېواد کې ۲۹ تعليمي بورډونو د امتحانونو لپاره خپلې نېټې اعلان کړې دي او د هغې مطابق دې زده کونکي امتحانونو ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې کړې دي چې د جولای پر دوېمه په سلګونو زده کونکو په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو کمېشن دفتر مخي ته لاريون وکړ او د امتحانونو د ځنډولو غوښتنه يې وکړه.
د زدکونکو په خبره، د کورونا وايرس له وجې تعليمي ادارې تړل شوې وې او د انلاين کلاسونو په اخیستو کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ ول.
دا په داسي حال کې ده چې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویبپاڼې د جولايي پر څلورمه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ-۱۹ ناورغۍ له وجې ۲۹ کسان مړه شوي دي. له دې سره له کورونا وايرسه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲،۴۰۸ ته ورسېد.
د وبا په اړه د معلوماتو حکومتي ووبپاڼې په وینا، د جولای څلورمې تر سهاره د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر تر نهه لکه ۶۲،۰۰۰ زیات شوی دی. خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ تر نهه لکه زیات کسان بېرته رغېدلي هم دي.