د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د اپوزيشن پر غړو کړې مقدمه بېرته واخیسته


په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن پارلماني مشر ملک سیکندر ایډوکېټ وویل چې د راتلونکي کال لپاره په بجټ کې د دوی سکیمونه نه وو شامل کړل شوي‌ نو ځکه دوی احتجاج ته مجبور شو.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن پارلماني مشر ملک سیکندر ایډوکېټ وویل چې د راتلونکي کال لپاره په بجټ کې د دوی سکیمونه نه وو شامل کړل شوي‌ نو ځکه دوی احتجاج ته مجبور شو.

د بلوچستان حکومت په اسبملۍ کې د اپوزيشن ګوندونو پر غړو کړې هغه مقدمه بیرته اخیستې ده چې د جون پر ۱۹ مه یې پر درج کړې وه.

صوبايي حکومت د جولايي پر درېیمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د اسمبلۍ د ۱۷ غړو او هغو ټولو کسانو پرضد درج شوی – ایف ای ار – بیرته اخلي چې په دې مقدمه کې شامل وو یا نه وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضیاء لانګو د جولايی پر درېيمه ماښام د کوټې بجلي ګهر تاڼې ته ورغلی او هلته یې د حزب اختلاف غړو ته دا حکومتي امر ورکړی.

نوموړي ویلي چې د اپوزيشن غړو پرضد دا مقدمه په غلطۍ درج شوې وه ځکه یې نه یوازې بیرته اخلي بلکې پر دې له مخالفه ګوندونو بخښنه هم غواړي.

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو د جون پر ۱۸مه نېټه د راتلونکي مالي کال د وړاندې کېدونکي بجټ پرمهال په کوټه کې احتجاج وکړ او د اسمبلۍ ودانۍ دننه یې له پولیسو سره په اخ او ډب کې څلور غړي هم ټپیان شول.

تر تاوتریخوالي وروسته حکومت د جون پر ۱۹ مه د اپوزیشن پرضد مقدمه وکښله چې له امله یې د حزب اختلاف ۱۷ غړیو د جون پر ۲۱مه نېټه د کوټې ښار بجلي ګر تاڼې ته د ګرفتارۍ لپاره ورغلل خو پولیسو یې له نیولو انکار کړی وو خو دوی هلته پرلت وواهه.

د اپوزیشن وینا ده چي په بجټ کې د دوی د انتخاباتي حلقو لپاره پرمختیايي سکیمونه نشته او بل دا چې حکومت د دوی په حلقو کې خپلو خلکو ته کارونه ورکوي چې د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزيشن پارلماني مشر ملک سیکندر ایډوکېټ وویل چې د راتلونکي کال لپاره په بجټ کې د دوی سکیمونه نه وو شامل کړل شوي‌ نو ځکه دوی احتجاج ته مجبور شو.

د بلوچستان حکومت په مقدمه کې تور پورې کړی وو چې د اپوزېشن غړو د اسمبلۍ څلور درازو ته قلفونه لګولي وو او له پولیسو سره یې تاوتریخوالی کړی وو. خو اپوزېشن دا نه مني.

د حکومتي جماعت عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر اصغر خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې په اسمبلۍ کې د حکومت او اپوزېشن ترمنځ تاوتریخوالی عادي خبره ده خو پکار نه وه چې هغه دې ځای ته رسېدلې وای.

په بلوچستان کې د بلوچستان عوامي ګوند، تحریک انصاف، هزاره ډیموکرېټک ګوند او عوامي نشنل ګوند شریک حکومت دی.

جمعیت علما اسلام ف، پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند، بلوچستان نشنل ګوند او نشنل پارټۍ په اپوزېشن کې ناست دي.

XS
SM
MD
LG