د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تړلو دروازو شاته غونډه کې پر څه بحث وکړ؟


د دې غونډې پیل د کشمیر، هند او افغانستان په اړه له معلوماتو ورکولو شوی خو زیات وخت پکې د افغانستان په اړه خبرې اترې شوې دي.
د دې غونډې پیل د کشمیر، هند او افغانستان په اړه له معلوماتو ورکولو شوی خو زیات وخت پکې د افغانستان په اړه خبرې اترې شوې دي.

د پاکستان پوځ په لومړي ځل منلې چې افغان طالبان، القاعده او تحریک طالبان پاکستان د یوې سیکې دوه مخونه دي.

دا خبره د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د پاکستان د جاسوسي ادارې «ایي اېس ایي» مشر لفټېنېنټ جنرال فېض حمید د جولای پر لومړۍ نېټه د تړلو دروازو شاته پارلیماني غړو ته کړې ده.

د دې غونډې پیل د کشمیر، هند او افغانستان په اړه له معلوماتو ورکولو شوی خو زیات وخت پکې د افغانستان په اړه خبرې اترې شوې دي.

جنرال قمر جاوید باجوا او لفټېنېنټ جنرال فېض حمید ویلي، افغان طالبان په پاکستان کې موجود دي خو که یې پرضد ګام پورته کړي نو غبرګون به یې خامخا راځي.

د دې غونډې په دننه بحث او څرګندونو باخبرو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، جنرال قمر جاوید باجوا او لفټېنېنټ جنرال فېض حمید په غونډه کې شریک سیاسي مشرتابه ته وویل، موږ سر له سبا د دوی یانې په پاکستان کې موجودو افغان طالبانو پرضد ګامونه پورته کولای شو خو موږ باید د دې غبرګون ته تیار و اوسو.

د سرچینو په وینا، د پوځ مشرتابه ومنله چې افغان طالبان په پاکستان کې کاروبارونه لري او په ټول ملک کې خپاره دي.

د پوځي مشرتابه په وینا، دا طالبان ډېره قوي روزنه لري‌ نو ځکه به یې پرضد د ګام پورته کولو په صورت کې غبرګون هم شدید وي.

د سیمه ییزو چارو پوه ډاکټر محمد تقي وايي، دا خبره اوس خلکو ته د منلو وړ نه ده چې ګواکې پاکستان دې رښتیا له طالبانو لاس اخیستی وي.

ده وویل، "هغوی اوس دا ګڼي چې طالبان د پاکستان د ځواکونو مټ دی او د دوی له لارې خپله بهرنۍ تګلاره پر کابل تپل غواړي. اوس که دوی وايي چې موږ ورته لاس نشو اچولای نو بیا دې راوستلي ولي دي؟ دېره کړي دې ولي؟ او هر ډول مرستې دې ولې ورکړې دي؟"

د سرچینو په وینا، د پوځ مشرانو تپوس وکړ چې که چېري طالبان په زور کابل ونیسي نو بیا پاکستان باید څه وکړي؟

د پاکستان مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف او د پيپلز ګوند د شریک چرمېن بلاول بټو زرداري په ګډون زیاترو سیاسي مشرانو وویل چې که طالبان په زور افغانستان ونیسي هم نو پاکستان یې باید تسلیم نه کړي.

سرچینو مشال راډیو ته وویل چې جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډله او جماعت اسلامي پر دې خبره خاموش پاتې شول.

د سرچینو په وینا، د دې ګوندونو موجودو مشرانو یوازې دا وویل چې دوی د تحریک طالبان پاکستان مخالف دي.

د پوځ مشرانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې افغان طالبان په سوله ییزه توګه واک ته د رسېدو لپاره د پاکستان وړاندیز ته غوږ نه نیسي. د دوی په وینا، هڅه یې کړې چې طالبان پر انتخاباتو رضا کړي خو هغوی یې خبره نده اورېدلې.

د سیاسي چارو پوه ډاکټر عبدالشکور مشال راډیو ته وویل، بیانونه یو پلو خو په عملي توګه داسې څه نه لیدل کېږي چې پاکستانیو واکمنو دې رښتیا هم پر طالبانو داسې فشار اچولی وي‌ چې هغوی دې سولې ته حاضر کړي.

نوموړي‌ وویل، "دوی وايي، موږ پر طالبانو خپله هڅه کړې ده خو هغوی زموږ د خبرې اورېدو ته تیار نه دي نو زما په خیال داسې په عملي توګه څه نه ښکاري او بل په افغانستان کې دننه د پاکستان د مداخلت تاریخ ته په کتو دا خبره هم سمون نه خوري‌ چې ګواکې دوی به هلته په زور د واک ته رسېدونکو مرسته نه کوي."

ډاکټر محمد تقي وویل، طالبان په افغانستان کې بې له بهرنۍ مرستې او همکارۍ جګړه پرمخ نشي وړلای.

ده وویل، "هغوی ته وسله، پېسه، پیټرول، تېل او دا هر څه ورته په کار وي، دا هغوی ته له کومه ورځي او بل چې د طالبانو کوم عددي قوت دی هغه له قبایلي سیمو نه بلکې له هغو مدرسو ورځي چې د پاکستان په ښاري سیمو کې دي."

د پوځ مشرتابه په دې اړه هم شکایت وکړ چې افغان مشران د هر څه تور پر پاکستان پورې کوي. دوی وویل، موږ ورته د طالبانو په اړه خپل موقف څرګند کړی دی خو بیا هم چې په افغانستان کې څه وشي نو دوی پاکستان ته ګوته نیسي.

په غونډه کې د پارليمان یو غړي غوښتنه وکړه چې پاکستان دې خپله خاوره د افغانستان ضد له استعمالېدو وګرځوي او بل غړي وویل چې پاکستان باید افغانستان د یو خپلواک ریاست په توګه ومني.

ډاکټر عبدالشکور وویل، د پاکستان ګوندونه غواړي چې تګلارې په واک کې واخلي او په خپل لاس یې جوړې کړي خو د ده په وینا لا یې دومره قوت نه دی موندلی.

سرچینو دا هم وویل چې د ایي اېس ايي مشر لفټېنېنټ جنرال فېض حمید د ځینو ډلو په اړه شکایت وکړ چې د ده په وینا هغوی په ریاست ضد فعالیتونو کې لاس لري او بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي. ده دا هم وویل چې ځینې خلک په پاکستان کې ځان ته افغان وايي او د لر او بر یو افغان نعرې وهي.

د قبایلي سیمو یو پارلماني غړي د دې په ځواب کې غږ پورته کړ او ویې ویل چې دا د پښتون شناخت دی او هېڅوک باید د دې شناخت تروړلو هڅه ونکړي.

د پارلیمان دې غړي وویل، له سپیکر اسد قیصره تپوس وکړئ، د تحریک انصاف له غړې علي‌ محمد خانه تپوس وکړئ، له حېدر هوتي تپوس وکړئ چې هغوی له خپل افغان شناخته انکار کولای شي که نه؟

په غونډه کې د ملي امنیت کمېټۍ او دفاعي چارو کمېټۍ غړو، په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د ټولو سیاسي ګوندونو پارلماني استازو او د څلور واړه صوبو اعلا وزیرانو ګډون کړی وو.

دا غونډه په داسې وخت کې رابلل شوې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله په پاکستان او سیمه کې حالات پر بدلېدو دي.

XS
SM
MD
LG