د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې نږدې ۲۰۰ ښځینه ښوونکې ګومارل کېږي


په پکتیا کې له لسګونو ښځو د ازموینو بهیر پیل شوې.
په پکتیا کې له لسګونو ښځو د ازموینو بهیر پیل شوې.

په پکتیا کې له لسګونو ښځو د ازموینو بهیر پیل شوې چې په ښوونځیو کې یې د ښوونکو په توګه په دندو وګوماري.

د چارواکو په وینا د پکتیا د نجونو په ښوونځیو کې د زرو ښځینه ښوونکو کمښت موجود دی، چې اوس به یوازې ۲۰۰ ښځې د ښوونکو په توګه په دندو وګومارلې شي.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، له ازموینې وروسته بریالۍ ښوونکې به د مرکز ګردیز سربیره احمدابا، سیدکرم، ډنډ پټان، څمکنیو او ځاځیو ولسوالیو ته د ښوونکو په توګه وروپېژندل شي.

د جولای پر دویمه نېټه د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډيو ته وویل، د دې ۲۰۰ ښوونکو په ګمارنې سره به په دې ولایت کې د ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزه څه نا څه هواره شي، خو اړتیا تر زرو پورې د ښځینه ښوونکو ګمارنې ته ده.

کوچي ځاځي زیاته کړه: "په پکتیا کې به اوسهال دوه سوه څوارلسم پاس او لیسانسه خویندې په بیلابیلو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه ګمارل کیږي، کله چې د کرونا رخصتۍ ختمې شي، دوی به عملاً د تدریس چارې پیلوي، دا به مرکز ګردیز، احمدابا، سیدکرم، ډنډ پټان، څمکني او ځاځیو کې په دندو ګمارل کیږي، موږ غواړو چې دا په رسمي شکل سره په دندو وګمارل شي، په دې سره یوازې موقتي ستونزه حلیږي، که رسمي وګمارل شي، نو زموږ ستونزه به دایمي حل شوي وي."

سره له دې چې په دې وروستیو کې پکتیا د ځینو نا امنیو او د حکومت او طالبانو تر منځ د یو شمېر ولسوالیو د لاس په لاس کیدو شاهده ده، خو بیا هم ددې ولایت ښځې وايي، دوی به هره سیمه کې چې اړتیا وي، د ښوونکو په توګه دندې ترسره کړي:

"نوم مې نازیه ده، موږ په یو داسې حالت کې ښوونځی لوستی چې تر دولسم ټولګي پورې حداقل په چوکیو نه یو ناست، موږ یو لیسانس استاد نه لاره، موږ تر پایه لابراتوار ونه لید، کتابونه مو نه وو پوره، ډېرې ستونزې وې، موږ چې په هغه حالت کې درس ویلی او نن شکر فارغې شوو، نن غواړو چې خپل وطن ته خدمت وکړو، نو موږ ګورو چې نن سبا هېڅوک ولسوالیو ته زړه نه ښه کوي، ځکه شرایط سم نه دي، خو بیا هم موږ چمتو یو چې په صادقانه ډول په ولسوالیو او مرکز کې زده کوونکو ته خدمت وړاندې کړو."

فهیمه چې د ازموینې لپاره له سیدکرم ولسوالۍ مرکز ګردیز ته ورغلې ده، وايي دوی او نورې ښځې د یو امن لرونکي افغانستان په هیله دي، ځکه په اطرافي سیمو او ولسوالیو کې ډېرې نا امنۍ دي.

نوموړې زیاتوي، په ولسوالیو کې په ځانګړي توګه ښځې نشي کولای زده کوونکو ته په ارام زړه درس ورکړي، خو دې هدف دادی چې بېرته ولاړه شي او په خپله ولسوالۍ کې ماشومانو ته خدمت وکړي.

فهیمې وویل، غواړي د نورو نجونو او ښځو لپاره یوه اولګو اوسي، تر څو هغوی هم وهڅیږي، مبارزه وکړي او نجونو ته زده کړې ورکړي.

په پکتیا کې دا مهال ۴۲۲ بابه ښوونځي فعالیت لري، چې دوه لکه ۶۳ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې ۷۳ زره تنه يې نجونې دي.

په دې ولایت کې ۷۵۰ تنه ښځې او نجونې په رسمي، قراردادي او یا بالمقطع ډول د پوهنې او موسساتو په چوکاټ کې د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي، خو لا هم زر نورو ښځینه ښوونکو ته اړتیا لري، چې اړوند ریاست په دې اړه مرکزي حکومت ته پیشنهادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG