د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه او میرامشا کې چاودنو او نښتو پاکستانیو پوځيانو ته مرګژوبله اړولې


د کوټې پر ایېرپورټ سړک بمي چادونې شپږ پاکستاني عسکر ټپیان کړل او د هغوی لاری ته یې سخت زیان ورساوه. ۲۰۲۱، ۰۱ جولای
د کوټې پر ایېرپورټ سړک بمي چادونې شپږ پاکستاني عسکر ټپیان کړل او د هغوی لاری ته یې سخت زیان ورساوه. ۲۰۲۱، ۰۱ جولای

د جولای پر لومړۍ نېټه په شمالي وزیرستان کې د پاکستانیو پوځیانو او وسله والو ترمینځ په جګړه کې دوه عسکر او درې وسله وال وژل شوي دي.

په میرامشا کې د پاکستان د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي مشال راډیو ته وویل، په دې پېښه کې د پوځ یو افسر او دوه نور عسکر ژوبل شوي دي.

دغه چارواکي د نوم نښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو پس د وسله والو پر ضد دغه عملیات د داته خېلو په ډوګا مچا سیمه کې ترسره کړي دي.

دغه چارواکی وايي، په تېر یو کال کې یې په ورته عملیاتو کې له ۱۲۰ څخه زیات وسله وال وژلي دي.

د کومې وسله والې ډلې لخوا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د جولای پر لومړۍ نېټه ماسخوتن هم په کوټه کې په یوه چاودنه کې شپږ پاکستاني پوځیان ژوبل شوي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو ادارې ايي اېس پي ار د جولای پر لومړي نېټه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کوټې د هوايي ډګر په سړک پوځي قافله د تېرېدو په حال کې وه چې عسکري پارک ته نېږدې پرې بمي چاودنه وشوه.

هېڅ یوې وسله والې ډلې تر دې دمه د پېښې مسولیت نه دی قبول کړی او پولیس وايي چې د برید په تړاو یې دم ګړۍ ته څوک نه دي نیولي.

XS
SM
MD
LG