د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې دیني عالمانو د افغان سولې په تړاو د سعودي کنفرانس د پرېکړو ملاتړ وکړ


په دې پريکړه لیک کې د افغان سولې له بهیره د ملاتړ او په دې برخه کې د ګډ کار هوکړه شوې وه.
په دې پريکړه لیک کې د افغان سولې له بهیره د ملاتړ او په دې برخه کې د ګډ کار هوکړه شوې وه.

په ننګرهار کې د ختيځ زون د دیني عالمانو شورا په سلګونو غړو د یوې غونډې په ترڅ کې په سعودي عربستان مکه کې د افغان سولې په تړاو د سعودي، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د وروستي کنفرانس د پرېکړه لیک ملاتړ وکړ.

سږ کال د جون پر ۱۰مه نېټه په سعودې عرب مکه کې د افغانستان، پاکستان او سعودي عرب ديني عالمانو په حضوري او آنلاین کنفرانس کې د افغان سولې د بهیره د ملاتړ او په دې برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه.

د جولای په لومړۍ نېټه په جلال اباد کې د ختيځ زون د دیني عالمانو د شورا په سلګونه غړي ورټول شوي ول او د افغان سولې په تړاو یې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د وروستي کنفرانس له پریکړې ملاتړ وکړ او په جنګ کې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې ورور وژنه بنده کړي او د سولې خبرو ته چمتو والی ونیسي.

دې غونډې ته د ننګرهار د ارشاد، حج او اوقابو ریيس قاري محمد داود مجاهد وویل:

"هغه څوک چې د افغانستان د خاورې دعوه کوي، نن په خپلو منځونو کې د یو بل ویني تویدو ته اړ شوي دي. دا وینه تویونه، دا وروروژنه، دا افغان وژنه باید نوره بنده شي. د پاکستان، افغانستان او سعودي عربستان دیني عالمان په مکه مکرمه کې سره کېناستل، کنفرانس يې دایر کړ او یوه قطعه نامه يې صادره کړه، چې په کې راغلي وول، څوک چې د افغانستان د خاورې بچي دي، مسلمانان دي او دا جنګ د مسلمانو تر منځ دی. د ختیځ زون دیني عالمان د سعودي د کنفرانس له پرېکړې په کلکه حمایت او ملاتړ کوي."

د لغمان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رييس مولوي نجیب الله هاشمي په افغانستان کې روان جنګ وروروژنه وبلله او په جنګ کې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې د سولې خبرو ته سره کېنې:

"په افغانستان کې اوسنی جنګ پردی او تحمیل شوی جنګ دی. دا د اسلام د ارزښتونو په خاطر نه، بلکې د قدرت د انحصار په خاطر دی. په دې وروستیو کې چې په مکه مکرمه کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس دایر شوی و، په هغې کې د پاکستان ډېرو معتبرو علماوو برخه لرله او په دې قانع وو چې په افغانستان کې نوره سوله په کار ده. افغان ملت نور څه نه غواړي، خو د دواړو اړخونو نه غواړي چې سوله وکړي."

د کونړ ولایت د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي محمد انور په خپلو خبرو کې وویل، د نړۍ د دیني عالمان اکثریت په دې باور دي چې په افغانستان کې جنګ روایت نه لري، ده د جوماتونو په ملا امامانو غږ وکړ چې د خپلو منابرو له لارې د سولې پېغام عام کړي:

"نړیوال ټول په يوه خوله باندې دي چې په افغانستان کې روان جنګ باید په سوله بدل شي. د افغان دیني عالمانو هم په اکثریت سره فتوه ده چې روان جنګ فساد دی. هر چا ته د سولې پېغام وروسوئ، دغه پېغامونه چې د دنیا عالمانو راته راکړل، افغاني عالمانو راته راکړل. دا باید په کلیو او بانډو کې په خپلو دېرو کې، په خپلو جوماتونو کې او په خپلو مجلسونو کې عام کړو."

د ذکر وړ ده چې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو له کنفرانس نه وړاندې هم په انډونيشیا کې د یو شمېر اسلامي هيوادونو دیني عالمان ورټول شوي ول او په افغانستان کې روان جنګ يې ناروا بللې و.

همدا راز د بنګله دېش او دیوبند ديني عالمانو هم په افغانستان کې روان جنګ ناروا بللی و او په جنګ کې له ښکېلو خواوو يې غوښتي وو چې د سولې خبرو ته غاړې کېږدي.

خو له کومې ورځې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل پېل شوي، په دې هیواد کې ورځ تر بلې جنګونو زور اخیستی چې دواړو لوري یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو دعوي کوي.

XS
SM
MD
LG