د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، یمن، سومالیا، سوریه او کانګو هېوادونو کې پر ماشومانو زیات تشدد کېږي: م.م


دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې یاده شوې چې د جون پر ۲۸مه پرې د امنیت شورا غړو بحث وکړ.
دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې یاده شوې چې د جون پر ۲۸مه پرې د امنیت شورا غړو بحث وکړ.

افغانستان، یمن، سومالیا، د سوریې او کانګو هغه هېوادونه بلل شوي چې پکې د نورو هېوادونو پرتله پر ماشومانو زیات تشدد کېږي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې یاده شوې چې د جون پر ۲۸مه پرې د امنیت شورا غړو بحث وکړ.

په جګړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه دې ځانګړې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونتي ګوتیرش وویل: "۲۰۲۰ز کال کې له ۱۹۳۰۰ ماشومانو سره د سخت تاوتریخوالي ۲۴۰۰۰ پېښې د دې منډېټ په ۲۱ برخو یا ډولونو سره شوي. د جګړو او ګډوډیو په وخت د ماشومانو حقونو ته نه درناوی ټکان ورکوونکی او زړه ماتوونکی دی."

د ماشومانو جنسي ځورونه، تیری، وهل، وژل، ربړول، د بدن د غړو غوڅول، یرغمل او تښتونه او په ښوونځیو بریدونه د تاوتریخوالي هغه شدید ډولونه یاد شوي چې د ملګرو ملتونو په پرونیو بحثونو کې یاد شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له امنیت شورا او ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG