د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د رسنیز کریکټ جام د شپږم پړاو لوبې روانې دي


په خوست کې د ملي، نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو د ۸ لوبډلو تر منځ د کریکټ د شپږم پړاو پنځلس ورځنۍ لوبې روانې دي.

د لوبو تابیا کوونکي وايي، له دې کاره يې موخه د رسنیو په منځ کې د همغږۍ او همکارۍ د روحیې پياوړي کول او ورزش ته د خلکو هڅول دي.

یادې لوبې چې له شپږو کلونو راهیسې د ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په نوښت جوړیږي، جریان يې په ژوندۍ بڼه د سیمه ییزو رسنیو له لارې نشر ته سپارل کیږي.

نن د دوشنبې په ورځ په خوست کې د ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا مشر بهار سمسور د رسنیز کریکټ جام په اړه مشال راډیو ته داسې وویل:

"د خوست رسنیز کریکټ جام شپږم پړاو مو پیل کړ، شپږ کاله وړاندې مو د خوست د ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په نوښت باندې دغه ټورنمینټ په لاره اچولی دی، هدف مو دادی چې د خوست د رسنیو او کارکوونکو تر منځ يې همکاري، یووالی او په ضمن کې دوی لپاره تفریح ځکه خبریالان ذهناً نا ارامه او ستړي دي. "

ازاد خبریال اکبرعلي سمون هم وايي، دا ډول لوبې د رسنیو تر منځ د اړیکو په پراختیا او همغږۍ کې ګټورې تمامیږي.

ده وویل، د دې سیالیو له پیلیدو مخکې د رسنیو تر منځ واټن موجود وو، اوس يې چې اړیکې څومره نږدې شوي، مهم لامل يې دا ګډې لوبې دي.

خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، ګډې لوبې دې لپاره یو فرصت دی، چې خپل هم مسلکان سره وپيژني او دا په ډاګه کړي، چې رسنۍ ولسي ګټو ته ژمنې دي:

"نوم مې رحم الدین عادل دی، د خوست د رسنیو کارکوونکی یم، ډېر خوښ یو چې په دې لوبو کې لوبیږو، خپلو هم مسلکانو سره مو پېژندنه کیږي، دا لوبې خلکو ته دا پیغام هم لري، چې په خوست کې رسنۍ متحدې دي او د ولسونو د ګټو لپاره کار کوي. "

په خوست کې د نن اف ایم راډیو کارکوونکي ایوب جان خاطر وویل، لکه څرنګه چې رسنۍ د خلکو په فکري ویښتابه کې رول لري، په همدې توګه يې د ورزشي پرمختګونو په اړه هم خپلو اوریدونکو او لیدونکو ته مالومات وړاندې کړي دي.

ښاغلي خاطر زیاته کړه، اوس په خپله د رسنیو خبریالان او کارکوونکو په خپلو کې دوستانه لوبې کوي، تر څو خلکو ته دا پیغام ورکړي چې سپورت د روغتیا ضامن دی.

یاده دې وي خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د سیمه ییزو رسنیو فعالیتونه په کې پراخ دي.

دا مهال په دې ولایت کې ۴ سیمه ییز تلویزیونونه، ۱۴ راډیو ګانې او یو شمېر چاپي رسنۍ فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG