د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتان سلطانز د پي اېس اېل کرېکټ جام یووړ


د کراچۍ نیشنل کرکټ لوبغالی
د کراچۍ نیشنل کرکټ لوبغالی

په ابوظهبۍ کې د جون پر ۲۵مه د پاکستان شپږم کرکټ سپر ليګ په فاينل مېچ کې ملتان سلطانز، پېښور زلمي ته په ۴۷ منډو ماتې ورکړه او په ړومبي وار يې د دې سيريز ټرافي وګټله.

تر مېچ ګټلو وروسته ملتان سلطانز ته په انعام کې د اووه نيمه کروړه روپو چېک ورکړل شو. د دې لوبډلې کپتان محمد رضوان په خپلو خبرو کې وويل چې د ګټې تر شا يې راز دا وو چې په ټيم دننه يې د لوبغاو خپلمنځي پوهاوی ډېر زيات وو:

"هم هغسې وشو چې زموږ ټيم يو موټی شو. زما کوشش دا وو چې مشرانو او کشران لوبغاړي ټول په اتفاق سره ولوبيږي او همداسې وشو او موږ فاينل مېچ وګټو .بله دا چې د فاينل فشار خو وي نو ما لوبغاړو ته ویلي وو چې د پريشر پر وخت به ځان غلی ساتي."

د بي اېس اېل په فاينل مېچ کې بېلونکي ټيم پېښور زلمي ته درې نيم کروړه روپۍ انعام ورکړل شو. د دې لوبډلې کپتان وهاب رياض وويل مېچ يې ځکه وبایلو چې له دوی نه په اخره کې ډېر رنزونه واخیستل شول:

" شکر ادا کوم چې فاينل لوبول هم لویه خبره ده. نن موږ ښه لوبه و نه کړه نو ځکه ملتان مېچ وګټو. له ټاس ګټلو وروسته زموږ د بالنګ کولو پريکړه سمه وه خو په تېرو ۱۳ مېچونو کې موږ يوه غلطي کوله او هغه دا چې له موږه به په اخره کې مخالف ټيم ډېر رنزونه اخېستل او هغه غلطي موږ نن هم وکړه او هم دا مسله وه چې موږ ته سمول پکار وو."

د جون پر ۲۴مه د پېښور زلمي کپتان وهاب رياض ټاس وګټو خو ملتان سلطانز ته يې ړومبی د بېټنګ کولو بلنه ورکړه. ملتان سلطانز په ټولو شلو اورونو کې د څلورو وکټو په تاوان ۲۰۰۶ رنزونه جوړ کړل.

د دې په ځواب کې پېښور زلمي په ټولو شل اورونو کې يوازې ۱۵۹ رنزونه جوړ کړل او نهه لوبغاړي يې اوټ شول. د پېښور زلمي خلاف د ملطان سلطانز بېټسمېن صحېب مقصود د درېو چکو او څلورو چوکو په مرسته ففټي وکړه او په پنځه دېرش بالونو يې ۶۵ رنزونه جوړ کړل او د مېچ غوره لوبغاړی وګرځېدو.د ملطان سلطانز رايلی روسو هم يوازی په ۲۱ بالونو ۵۰ رنزونه جوړ کړل.همداراز نورو لوبغاړو يې لکه شان مسعود ۳۷ ،محمد رضوان ۳۰ او خوشدل خان ۱۵ رنزونه جوړ کړل او جانسن چالس په صفر اوټ شو. د پېښور زلمي لخوا ثمين ګل او محمد عمران دوه دوه وکټې واخستې. د دې په ځواب کې پېښور زلمي ډېر محتاطه بېټنګ پېل کړاو ړومبی لوبغاړی حضرت الله ځاځی وو چې يوازې شپږ رنزونه يې جوړ کړل او اوټ شو. دغه وخت د زلمي لوبډلې مجموعي سکور ۴۲ وو چې کامران اکمل هم اوټ شو همداراز جوناتن وېلز شپږ رنوزنه جوړ کړل او اوټ شو. تر دې وروسته شعېب ملک او رومېن پاول په شريکه جارحانه بېټنګ وکړ او داسې ښکارېده چې زلمی مېچ ته بيا راستون شو خو رومېن پاول په ۲۳ رنزونو اوټ شو. تر دې سمدستي وروسته شعېب ملک هم اوټ شو. شعېب د درېیو چکو او درېیو څلوریزو په مرسته په ۲۸ بالونو ۴۸ رنزونه جوړ کړل.

تر دې وروسته د زلمي بېټسمېنان په کرېز د زيات وخت لپاره ايسار نه شول. ردر فورډ هم په لسو بالونو اتلس رنزونه جوړ کړل خو هغه هم د عمران طاهر په بال اوټ شو. د ملتان سلطان لخوا عمران طاهر درې ،عمران خان او مزرباني دوه دوه او سهېل تنوير يو لوبغاړی اوټ کړو.

پاکستان کرکټ سپر ليګ چې په کې شپږ لوبډلو برخه اخستې وه د روان کال په فېبرورۍ کې شورو شوی وو خو ځينې لوبغاړي په کورونا ناروغۍ اخته شول چې له کبله يې د ليګ شل مېچونه په څلورم مارچ وځنډول شول.

همداراز دغه مېچونه بيا په جون مياشت کې شورو شول او د جون پر ۲۵مه يې فاينل مېچ وو چې ملتان سلطانز وګټلو.

XS
SM
MD
LG