د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د عثمان کاکړ غایبانه جنازه وشوه


د جنازي په مراسمو کې د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼو مدني فعالانو برخه اخيستې وه.
د جنازي په مراسمو کې د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼو مدني فعالانو برخه اخيستې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي مشر او د پخواني سېنېټر محمد عثمان کاکړ د غایبانه جنازې لمونځ د جون په ۲۳ مه نېټه په جلال اباد ښار کې د فخر افغان باچا خان کمپلکس په انګړ کې وشو.

د جنازې په مراسمو کې یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼو مدني فعالانو ګډون کړی و، چې ځینو ویناوالو په خپلو څرګندونو کې د عثمان کاکړ مړينه يوه نه جبرانېدونکي ضایعه وبلله.

د غایبانه جنازې تر ادا کېدو وروسته د ننګرهار د ديني عالمانو د شورا مشر مولانا حبیب الله جلال ابادي په خپله خطبه کې وویل: "عثمان کاکړ د لر او بر افغانانو يو رهبر و. الله تعالی دې ورته د اخرت دا لوی سفر اسانه کړي. یا الله تعالی ته په دې خبره شاهد اوسه چې موږ مظلوم افغانان چې په دې جغرافیه کې دننه یوو او که بهر یوو، ستا بنده ګان یوو، موږ ته کامل استقلال په نصیب کړي. پرودګاره، زموږ دا ورور چې وفات شوی، د دې ځایناستې ته د پښتنو د خدمت توفیق په نصیب کړي."

مدني فعال رييس خان غرني مشال راډيو سره په خبرو کې د عثمان کاکړ په مړينه د خواخوږۍ تر څنګ په نړیوالو بشرپالو بنسټونو غږ وکړ چې د پښتنو پر وړاندې د تشدد او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

"په دې خاطر راټول شوي يوو چې د عثمان کاکړ غایبانه جنازه وکړو او ټولې نړۍ ته وښیوو چې موږ لر او بر يو افغانان یوو او د ده دغه فکر لا نور ځوانان پیدا کوي او دغسې فکرونه زیږوي چې هغوی د محکومو خلکو او په ټوله کې د هغه انسانیت غږ اوچت کړي چې د تشدد ښکار دي. د ظلم، بربریت او وحشت ښکار دي. موږ په ټولو نړیوالو بنسټونو غږ کوو چې د دغسې وحشتونو مخه ونیسي."

د ننګرهار ولایتي شورا پخواني غړي ذبیح الله زمري مشال راډيو ته وویل، هر هغه څوک چې د لر او بر افغانانو د یووالي او په هغوی د تشدد د مخنیوي غږ پورته کوي، په مرموز ډول وژل کېږي:" هغوی چې د افغانانو د یووالي لپاره مبازره کوي، که هغه لر دي او که بر دي، په مختلفو نومونو او په مختلفو وختونو کې قرباني شوي او قرباني کېږي. دا یوه فکري مبارزه ده، اوږمهاله مبارزه ده او دا به پر مخ ځي. دا مبارزه د یو، کس، دوه کسو او څو کسو په شهادت نه درېږي."

د تورخم ښاروال راحتګل زیارمل مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د عثمان کاکړ له مړينې وروسته به هم د ده د فکر لارویان د لر او بر پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه پر مخ وړي:"عثمان کاکړ یو فرد نه و، هغه یو فکر و او يوه اوږدمهاله مبارزه وه. د هغه په پاتې شونو کې هم د دې مبارزې څرکونه شته. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په واضحه توګه د لر او بر افغان د یووالي سیاست کوي."

محمد عثمان خان کاکړ د جون په ۱۷ مه نېټه په خپل کور کې ژوبل شوی و. تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی څنګه ژوبل شوی و، نوموړی د جون په ۲۱ نېټه په کراچۍ کې ومړ. خو د هغه زوی خوشحال خان وايي چې په پلار يې په خپل کور کې برید شوی و او په سر ورباندې سخت ګوزار شوی و. خو د بلوچستان ځايي چارواکي د عثمان کاکړ مړينه یوه حادثه ګڼي.

د عثمان کاکړ په مړینه د پاکستان او افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې پښتنو خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه يې د پښتنو لپاره ستره ضایعه بللې ده. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د عثمان خان کاکړ په مړینه خوا شیني څرکنده کړې.

په همدې تړاو د ارګ په اعلامیه کې راغلي: عثمان خان کاکړ د افغان وطن د یوه ريښتوني خواخوږي په توګه د سولې، ټیکاو او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې کړې وې.

XS
SM
MD
LG