د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري: اتمر


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر. انځور- ارشیف
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر. انځور- ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، وسله والو طالبانو خپلې هغه مهمې ژمنې نه دي پر ځای کړي چې له واشنګټن سره په تړون کې یې کړې وې.

محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جون پر ۲۲مه انلاین غونډې ته وویل، د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړه: "دوی له نړیوال ترهګرۍ سره خپل ارتباط نه دی پرې کړی. دوی نه یوازې القاعده شبکې ته پناه ورکړې او کوربه توب یې کوي، بلکې نورو سیمه ییزو ترهګري ډلو ته یې هم پناه ورکړې، لکه لشکرطیبه، تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، او د ازبکستان اسلامي غورځنګ.

وسله والو طالبانو مخکې د القاعده شبکې په ګډون له نورو ترهګري ډلو سره د ارتباط لرلو موضوع رد کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په خپله وینا کې زیاته کړه، طالبانو له واشنګټن سره په خپله موافقه کې چې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه یې لاسلیک کړه، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه هم کړې وه چې د ده په وینا نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی، بلکې طالبانو د خپلې جګړې شدت دومره زیات کړی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې دیبرا لاینز هم په افغانستان کې د جګړې پر شدت اندېښنه وښوده.

نوموړې وویل: "د جګړې په ډګر کې فعالیت د مذاکراتو د مېز پرتله ډېر زیات دی. په دې مهم وخت کې افغانان او په کابل کې بهرني ډیپلوماټان د افغانستان د سیاستوالو ترمینځ د سیاسي یووالي د نشتوالي له کبله اندېښمن دي. په ځينو برخو کې حکومت ځکه پاتې راغلی چې سیاست تر حکومتوالۍ مخکې و. د یووالي نشتوالي ته باید پام وشي که نه خطر شته چې طالبان نورې ځمکې هم لاندې کړي."

په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدلو، د ولسوالیو سقوط او د ولسي وګړو بې ځایه کېدلو د بشري حقونو خپلواک کمیشن هم اندېښمن کړی دی.

دغه کمیشن په سېشنبه په یوه اعلامیه کې د جګړې پراخېدل، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدل او د دولتي او ولسي ودانیو زیانمنېدل د سولې د هڅو په زیان وبلل.

د دغه کمیشن کمیشنر او ویاند شکر الله مشکور مشال راډیو ته وویل: "د جګړې سختېدل او د تاوتریخوالو پراخېدل هره ورځ د ولسي وګړو مرګ ژوبلې او د هېواد د بنسټونو د لا نړېدو سبب کېږي. دا چاره د ښارونو د اقتصادي محاصرې په څېر د جنګي چلونو په کارولو سره د خلکو د ملکیتونو د ویجاړولو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د لا ډېر بېځایه کېدو سبب شوی دی."

د امنیت شورا د سېشنې غونډې ته د یوناما مشرې وویل چې له مې میاشتې وسله والو طالبانو تر ۵۰ زیاتې ولسوالۍ نیولې دي.

د افغانستان حکومت په تېرو څو ورځو کې د جګړو په نتیجه کې د ځینو ولسوالیو د بیرته نیولو خبر ورکړی دی.

هره ورځ د ځینو ولسوالیو سقوط یا ورباندې د ولکې ټینګولو لپاره د سختې جګړې او محاصرې خبرونه ورکول کېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ مشال راډیو ته ویلي وو، د جګړو له امله په تېرو شاوخوا درېو میاشتو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG