د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګل مینه وايي، پر نجونو غږ غیرانساني کار دی


د ''ږغ/غږ'' ناوړه پښتني دود ښکار ګل مینه وایي چې کله دې په ۱۲م جماعت کې سبق ویلو نو په قلا سېف الله کې یو تن د دوی په کور د دې رشتې لپاره غږ وکړ او د دې د کور مخې ته یې درې ډزې وکړې او دا چیغه یې خوره کړه چې ګل مینه دوی ''ومېرله'' او اوس بل چا ته نه شي کوژدن کېدلی.

دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي.

د ګل مینې کورنۍ نهه کاله پر هغه کور چې دا یې (اړه) کړې وه، جرګې مرکې وکړې او عدالت ته هم ولاړه خو څه ګټه یې ونه کړه. له دغې پېښې وروسته یې له خپل کلي کډه وکړه او کوټې ته ولاړل او اخر د ډېرو هڅو وروسته يې ځان له دغه غږه خلاص کړ.

د ګل مېنې کیسه په تاندې هیلې خپرونه کې در اوروو.

تاندې هیلې خپرونه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG