د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۸ او زيات عمر لرونکو ښوونکو ته د کورونا واکسين بهير پيل شو


پاکستان سره چین د کورونا واکسینو مرسته کړې ده.
پاکستان سره چین د کورونا واکسینو مرسته کړې ده.

په پاکستان کې د کورونا د کنټرول قامي مرکز ویلي، په ټول ملک کې هغو ښوونکو (استادانو) ته د کورونا واکسینو ورکولو لړۍ د مې پر ۲۹مه پیل شوې چې عمرونه یې ۱۸ کاله یا له دې پورته دي.

خو دا مراعت یوازې استادانو ته دی، د ژوند د نورو طبقو خلکو لپاره حکومت بل مهال وېش ټاکلی دی. د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د مې په ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کورونا د کنټرول قامي ادارې په غونډه کې دغه پریکړه شوې ده چې د مې له ۲۹مې نېټې نه به ۳۰ کلنو او یا هم له دې د پورته عمر کسانو ته د کورونا واکسین ورکول کېږي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د واکسینو مرکزونو ته دې ورشي او واکسین دې ولګوي.

د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر ۲۸مه پر ټویټر لیکلي، تر اوسه په پاکستان کې پنځو مېلیونو کسانو ته د کورونا واکسین لګول شوي دي. په دغو کې یو نیم میلیون نه زیات داسې کسان هم دي چې د واکسینو دواړه خوراکونه یې اخېستي دي خو له درو مېلیونو نه زیاتو کسانو ته د کورونا لومړی واکسین ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مې پر ۲۸مه، ۲۴۸۲ کسان تازه په کورونا اخته شوي او د کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ نه ۶۷ نور کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې تر اوسه له نهو لاکو زیات کسان په کورونا اخته شوي او ۲۰ زرو نه زیات مړه شوي خو له اتو لاکو زیات کسان ترې بیرته ښه شوي هم دي.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ وویل، له چين څخه د کورونا وایرس دوه ميليونه ډوزه نور واکسين وررسېدلي دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر يا اېن سي او سي) د مې په ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې سره اوس په دې ملک کې د شته واکسينو شمېر يوولس ميليونه شو.

پاکستان د کورونا وایرس د قابو کولو لپاره د بهرنیو واکسینو د ورکولو د بهیر ترڅنګ پخپله هم د واکسینو جوړولو چارې نږدې بشپړې کړې دي. د صحت قامي وزارت پارلیماني سکرترې نوشین حامد د مې پر ۲۱مه، په یوه غونډه کې قامي اسمبلۍ ته وویل چې په هېواد کې د کورونا وایرس واکسینو جوړېدل پیل شوي دي.

هغې وویل چې د "کېن ساینو" واکسین د صحت قامي اداره کې د جوړېدو په مرحله کې دي چې د روانې میاشتې په پاې کې به خلکو ته لګول شروع شي.

XS
SM
MD
LG