چارواکي وايي، په لغمان کې له تازه نښتو له الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو او مرکز مهترلام څخه دوو زورو کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.
د لغمان کډوالو مشر شاکرالله شاکر وایي، دغو کورنیو تر ډېره د مهترلام او ځینو نور یې د یادو ولسوالیو خوندي سیمو ته پناه وړې ده.
شاکر د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی هڅه دا ده چې دغو کورنیو ته د نړیوالو موسسو په همکارۍ د اړتیا وړ توکي ورسوي.
د شاکر په خبره یو شمېر بې ځایه شویو د خپل خپلوانو کورونو کې اړولي او ځینې بیا پر میدان پاته دي.
دغه کورنۍ تر هغه وروسته د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ له سقوط وروسته وړمه شپه طالبانو د مهترلام پر زندان او شااوخوا پوستو پراخ بریدونه پيل کړل.
د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، طالبان یې د لغمان له ډېرو سیمو په شا کړي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل، لږ تر لږه ۶۸ طالبان یې یوازې په یوه ورځ وژلي او په خبره یې د دوی عملیات به د لغمان تر بشپړې تصفیې پورې روان وي.
امان زیاته کړه: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د مهترلام شااوخوا او الینګار ولسوالۍ پراخې سیمې له طالبانو چاڼ شوې، اوس زموږ ځواکونه په علیشنګ ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي، دې ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی نیت د مهترلام نیول نه و، خو ادعا یې کړې ده چې د جګړې پر مهال یې په لغمان ولایت کې د امنیتي ځواکونو ۳۷ پوستې نیولي دي.
د افغانستان د جګړې ښکېلې ډلې تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې بیا په اسانه دا ارقام نه تاییدوي.