د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ډاکټرانو کاربندېز اعلان کړی


روغتيايي‌کارکوونکو لارې بندې کړې دي
روغتيايي‌کارکوونکو لارې بندې کړې دي

د افغانستان په خوست ولایت کې د ۴۲ کلينيکونو ډاکټرانو د مې په ۲۳مه د احتجاج په توګه کاربندیز اعلان کړ.

دوی وايي‌له څلورو میاشتو راهیسې ورته تنخا نه ده ورکړل شوې او له ۲۹ میاشتو راهیسې يې قراردادي ادارو سره خپل پاتې شل سلنه معاشونه هم نه دي ترلاسه کړي نو ځکه په احتجاج دي.

له احتجاج کوونکو څخه ډاکټر صدیق الله منیب مشال رېډيو ته وويل: ((هغه درمل چې دوی موږ ته رالیږي، ډیرې بې کیفیته دي او ناروغانو باندې يې هیڅ مثبت تاثیر نه لري. زموږ تنخاوې هم نه دې راکړل شوي او کلينيکونو مو ارتقا هم نه ده کړې نو ځکه مظاهره کوو.))

هغه ډاکټران چې کاربندېز یې اعلان کړی
هغه ډاکټران چې کاربندېز یې اعلان کړی

د علي شیرو د روغتیايي کلینک مسوول محمدشيرین محمودي وايي دوی خپلې غوښتنې څو څو ځلې د عامې روغتیا ریاست او خپلې موسسې سره شریکې کړي، چې زموږ د کارکوونکو تنخا ورکړي خو هېچا یې خبرې ته غوږ کېنښود. هغه ګواښ وکړ که غوښتنې یې ونه منل شي نو دوی به په کابل کې د پارلیمان مخې ته پرلت ووهي.

خو د خوست د عامې روغتیا چارواکي وايي د احتجاج کوونکو ډاکټرانو ستونزې يې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړي او په څو ورځو کې د دوی د تنخاګانو ستونزه حلیږي. د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر حبیب شاه انصاري د مې په ۲۳مه مشال رېډيو ته وويل کوم درمل چې دوی د ښار د درملو له نماینده ګیو رانیسي، هغه يې د کیفیت سرټېفیکټ لري، خو بیا هم د ډاکټرانو دا غوښتنه به له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړي.

انصاري مني، چې تر ۵۰۰ پورې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستي، خو د ده په وینا چې دا یوه هېواد شموله ستونزه ده او د وزارت د چارواکو له لوري يې د ژر حلیدو ډاډ ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG