د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو سندرغاړو اختر له نوې سندرې رېکارډ کړي


د کمکي اختر په مناسبت ګڼو پښتنو هنرمندانو خپلې نوې سندرې ریکارډ کړي چې ځینې یې د تلویزونونو او ځینې هم د ټولنیزو رسنیو او په ځانګړي ډول د یوټیوب له لارې خپروي.

دغه هنرمندان وايي، پخوا به یې په اخترونو کې کیسټې خپرولې خو اوس هغه دور ختم شوی او یواځې یوه یوه سندره خپرولی شي.

د پښتو ولسي سندرغاړې زرڅانګې د ای سربازه یاره سندره په نوې موسیقۍ خو زاړه کمپوز کې دوباره ویلې ده. دا سندره پخوا د افغانستان راډیو تلویزون لپاره بخت زمینې ویلې وه.

زرڅانګې مشال راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

"د افغانستان نه یو ځوان راغلی و، په ما باندې یې دا سندره د پېښور په یوې سټوډیو کې رېکارډ کړه. دا سندره پخوا بخت زمینې ویلې وه."

یواځې زرڅانګه نه ده چې په اختر کې یې نوې سندره مخې ته راغله. د پښتو ټولو پېژندل شوو سندرغاړو د اختر لپاره نوې سندرې ریکارډ کړې دي او له هارون باچا نیولې تر رییس باچا پورې هر هنرمند چې د خپل خواږه غږ له برکته یې په زړونو باچاهي کړې اختر ته په خپلو مینه والو نوې سندرې پېرزو کړې دي.

راپور دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

رییس باچا مشال راډیو ته وویل، اختر ته ځکه نوې سندرې جوړوي چې د خوشالي موقع وي او خلک ترې تمه لري چې دی به یې نه هېروي او خپله مینه به ورته د سندرې په شکل کې رسوي. نوموړي وړاندې وویل:

"موږ ځکه اختر ته نوې سندرې خپروو چې خلک یې له موږ نه غواړي. هغوی په اختر کې د خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو سره په چکر ووځي او په ګاډو کې نوې راغلې سندرې غږوي. د همدې لپاره ما هم ډېرې خوندورې نوې ټپې د یوټیوب له لارې خپرې کړلې."

زرڅانګې تازه تازه ای سربازه یاره سندره دوباره ویلې
زرڅانګې تازه تازه ای سربازه یاره سندره دوباره ویلې


څه موده مخکې د دروېش روښان یو شعر چې سولې ته یې ویلی و، په جلال اباد کې د جاوید دلدار په نوم یو ځوان زمزمه کړی و چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی و. اوس هماغه شعر نږدې په هماغه کمپوز کې هنرمند عرفان کمال سندریز کړی دی. عرفان کمال وايي، تمه لري چې خلک به د دې ښکلي شعر نه چې د سولې لپاره لیکل شوی او ده هم ورسره له زړه نه خواري کړې ده، خوند او مزه واخلي:

"په دې شعر کې هڅه شوې چې نړۍ ته د پښتون ښکلې څهره وښودل شي نو ځکه یې ما انتخاب وکړ او اختر ته مې د مینه والو لپاره سندریز کړ. زه هیله لرم خلک به یې دروند هرکلی وکړي. "

کرن خان واي، د اختر لپاره یې ټپیزې ویلي چې خلکو ډېرې خوښې کړي.
کرن خان واي، د اختر لپاره یې ټپیزې ویلي چې خلکو ډېرې خوښې کړي.


کرن خان د اوسني دور هغه هنرمند دی چې د وخت په لوړو ژورو پوهېږي او حالات که هر ډول مخې ته راځي خو هغه خپل مینه وال تږي نه پرېږدي او خپلې نوې سندرې وخت په وخت د هغوی مخې ته ږدي. هغه وايي، په ګلقند البم یې کار روان دی چې پکې ټپیزې هم شاملې دي:

"د دې ټپیزو شاعر زه پخپله یم او کمپوز هم ورته ما پخپله جوړ کړی دی. زه خوشاله یم چې خلکو ډېرې زیاتې خوښې کړې او په لومړۍ ورځ اووه ـ اته سوه کمېنټس پرې وشول نو دا ښکاره کوي چې خلکو یې هرکلی کړی دی."

د کلتوري چارو شنونکی او خبریال شېرعالم شینواری وايي، د کیسټو د کاروبار له ختمېدو وروسته دا ښه خبره ده چې هنرمندان د یوټیوب له لارې په اختر او نورو مواقعو کې خپلې تازه سندرې وړاندې کوي چې له دې سره د هغوی شهرت وده مومي. خو نوموړی وايي، محدود د پښتنو محمدود هنرمندان داسې دي چې د سوشل میډیه له لارې خپلې سندرې خپرولی او له دې لاره ګټه تر لاسه کولی شي.

سندرغاړی عرفان کمال وايي، د سولې سندره به یې خلک ډېره خوښه کړي.
سندرغاړی عرفان کمال وايي، د سولې سندره به یې خلک ډېره خوښه کړي.

"داسې ده چې یواځې په سلو کې شل فیصده سندرغاړي کولی شي د یوټیوب له لارې سندرې خپرې کړي او یا ګټه لاس ته راوړي، نور خو ډېری هنرمندان بیخي په خراب حالت کې دي."

پښتانه ژوند پرست او د موسیقۍ قدردان دي. دوی که د استاد شاه ولي، استاد خیال محمد، استاد ناشناس او استاد احمدګل د غږ مینه وال دي نو د نوو سندرغاړو هغه هلې ځلې هم ستايي چې د موسیقۍ د پرمختګ لپاره یې کوي. په اخترونو کې چې د هنرمندانو کومې سندرې په ټولنیزو رسنیو خپرې شي، په لږ وخت کې یې زرګونه مینه وال ګوري او اوري، د پوهانو په نظر دا د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې خلک د ښې موسیقۍ لېواله دي.

XS
SM
MD
LG