د وسله والو طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی دی.
د هرات والي عبدالوحید قتالي مشال راډیو ته وویل چې پر ملامنان نیازي د هرات په یوه جنوبي ولسوالۍ کې وسله والو حمله کړې او هغه یې پرسر ټپی کړی دی.
د قتالي په وینا پر ملا منان نیازي په دغه حمله کې له هغه سره درې نور کسان وژل شوي دي.
قتالي وايي:" د مې پر ۱۱مه شپه له ۱۰ بجو وروسته د هرات په یوه جنوبي ولسوالۍ کې ملا عبدالمنان نیازی پر سر ټپي شوی او ورسره درې نور کسان وژل شوي دي."
د والي په خبره ملامنان نیازی دا مهال د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
په عین وخت کې د هرات حوزوي روغتون ډاکټرانو مشال راډیو ته ویلي چې مرمۍ د ښاغلي نیازي پر سترګه او سرل ګېدلې او اوس یې صحي حالت ښه شوی.
که څه هم د هرات والي پر ملامنان نیازي د برید د دقیق ځای او د نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه ورکوي، خو یوې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته وویل چې پر ملامنان نیازي د هرات د ګذرې ولسوالۍ په میرداوود اغا سیمه کې وسله وال برید شوی.
پر نیازي د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۵ز کال په نیمايي کې د ملا رسول په مشرۍ او د ملا منان نیازي په مرستیالۍ د وسله والو طالبانو څخه یوې بېلې شوې ډلې د هرات شینډنډ ولسوالۍ په زیرکو کې د خپل موجودیت اعلان وکړ.
په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د هرات، فراه او د هلمند په ځینو سیمو کې د ملا رسول او ملا هیبت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ د وسله والو نښتو راپورونه هم خپاره شوي.
د ملا هیبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ملا رسول او ملامنان نیازي ډله د حکومت په لارښوونه رامنځته شوې او د دوی پرضد فعالیت کوي.
خو حکومت او د ملا رسول ډلې دغه ادعاوې نه دي منلي.
د فېسبوک تبصرې