د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او سعودي د خرابو اړیکو ښه کولو لپاره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي


دواړو مشرانو د تجارت، توانايۍ، سرمايه کارۍ او په نورو څانګو کې پر همکارۍ خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د تجارت، توانايۍ، سرمايه کارۍ او په نورو څانګو کې پر همکارۍ خبرې وکړې.

پاکستان او سعودي عرب د مې پر اتمه یو شمېر مهم تړونونه لاس لیک کړل چې ورسره د هغوی زیانمنې شوې اړیکې رغېدلی شي.

د دوی اړیکې له څو میاشتو راهیسې د کشمیر مسلې پر سر خرابې وې. د کشمیر په سر د اسلامي هیوادونو د غونډې د نه رابلل کېدو پر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ستغ بیان ورکړی و چې ورسره د سعودي او پاکستان اړیکې زیانمنې شوې وې.

پاکستان د هند ترواک لاندې کشمیر کې له بشري حقونو د مبینه سرغړونو په اړه د سعودي عرب مرسته غوښتې وه خو سعودي عرب د هند په ناراضه کولو کې ډېر محتاط اوسېدلی دی. هند د سعودي عرب کاروباري ملګری او د سعودي عرب د تېلو اخیستونکی هیواد دی.

روایتي اتحادیانو، پاکستان او سعودي عرب د اړیکو ښه کولو ګام د مې پر اتمه داسې مهال اخیستی چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په رسمي سفر په سعودي عرب کې دی.

په دې تړونونو کې د بندیانو تبادله، د جرمونو پر ضد د یو بل سره کومک کول، د چاپیریال ساتنې په چارو کې همکاري، د مخدره موادو د مخنیوي لړ کې د یو بل سره کومک او ځینې نورې معاهدې هم شاملې دي. دوی د همکارۍ د یو لوړپوړې شورا پر جوړولو هم سلا شوي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر اتمه پر خپلې ویب پاڼې لیکلي دي چې دا خبرې اترې له هغه وروسته شوې دي چې عمران خان د محمد بن سلمان په بلنه یوه ورځ وړاندې جدې ته ورسېد. دا د وزيراعظم عمران خان سعودي عرب ته درېيم سفر دی.

خبر زیاتوي چې په دې لیدو کتو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د کابینې ځینې نور وزیران او د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم شامل وو.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هم د مې له پينځمې په سعودي کې دی. باجوه سعودي ولې عهد سره د مې پر اوومه په جده کې ملاقات وکړ.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر ويلي چې د جنرل باجوه او د سعودي ځواکونو د مشر جنرل فياض الرووېلي تر منځ ليدنه کې پر دوه اړخيزه دفاعي چارو او سيمه ييز امنيت سربېره د افغان سولې پروسې په اړه هم خبرې شوې دي.

شنونکي وايي، سعودي او پاکستان د خرابو اړیکو د بیا رغولو هڅه کوي او عمران خان به په دې سفر کې د اسلامي هیوادونو د تنظیم له مشر سره هم ملاقات کوي.

XS
SM
MD
LG