د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان تر ۱۸ کالو زیات عمر لرونکو ته د کورونا واکسین لګولو مرکزونه پرانېستل


د افغانستان عامې روغتیا وزارت په کابل کې په ١٢ مرکزونو د کورونا واکسین تطبیق کوي. ارشیف-انځور
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په کابل کې په ١٢ مرکزونو د کورونا واکسین تطبیق کوي. ارشیف-انځور

په افغانستان کې د کورونا وایرس د درېیمې څپې د خپرېدو مخنیوي لپاره د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې له ۱۸ کلنۍ پورته عمر لرونکو وګړو ته د واکسینو بېلا بېل مرکزونه پرانېستل.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي د مې پر لومړۍ نېټه له مشال سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې نېږدې روغتیایې مرکزونو ته ورشي او کورونا واکسین واخلي.

نوموړي وايي، "د افغانستان عامې روغتیا وزارت په کابل کې په ١٢ مرکزونو د کورونا واکسین تطبیق کوي، استقلال، جمهوریت، صحت طفل، احمدشا بابا مینې روغتون، د خیر خانې ١٠٢ بستره روغتون او دې ته ورته نور روغتونونه دي چې هېواد وال کولای شي د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې پورې ورشي او واکسین واخلي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په پیل کې روغتیایي کاروونکو، امنیتي ارګانونو، د رسنیو کارکوونکو، ښوونکو او کورنیو بې ځایه شویو ته واکسین تطبیق کړ چې اوس واکسین عام شو او ټول له ١٨ کلنۍ پورته عمر لروونکي وګړي کولای شي چې واکسین واخلي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د پرېکړې په اساس له ۱۸ کلنۍ ښکته عمر لرونکو ته د ځینو روغتیايي ستونزو له کبله واکسین نه تطبیق کېږي.

وزارت ډاډ ورکوي چې د واکسینو له کمښت سره مخ نه دي او کوم ٩٦٨ زره ډوزه واکسین چې هېواد ته انتقال شوي له هماغې ګټه اخېستل کېږي او د واکسین په ختمیدو سره وزارت هڅه کوي چې نور واکسین هم وارد کړي.

د عامې روغتیا وزارت په خبره له یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۷۰ زره کسانو ځانونه واکسین کړي دي.

د کورونا له پیل څخه تراوسه پورې ٥٩زره ۹۳۹ تنه په کورونا اخته شوي او ٢٦٣١ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د واکسینو اخېستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې له ځان سره لري او په ټوله کې نړیوال بانک د کورونا واکسین له تطبیق سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده.

همدارنګه د وزارت معلوماتو په اساس د اسیایي پراختیا بانک هم ۵۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې چې د ۲۰ فیصده افغانانو د واکسین لپاره ټاکل شوې د واکسین د نړیوالې ټولنې کواکس له خوا واکسین برابر شي.

خو له دې ټولو وزارت خبرداری ورکوي چې د کورونا وایرس درېیمه څپه هېواد ته یو لوی ګواښ دی او خلک باید د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او د دیني عالمانو خبرې ته غوږ ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک دغه واکسین ته ډېره لېوالتیا نه ‌ښيي.

په جوماتونو کې دیني عالمانو هم له خلکو غوښتي چې د روژې د باطلېدو او مکروه کیدو احتمال په اړه له اندیښنې پرته خپل ځانونه واکسین کړي.

له دې ډلې مولوي حنفي مشال راډیو ته وویل چې د دغه وایرس مخنیوي لپاره یوازینۍ لار واکسین دی او له خلکو وغوښتل چې اړوند مرکزونو ته ورشي او واکسین وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG