د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ښځو او نارینه ووټونو تر منځ توپیر کم شوی: الیکشن کمیشن


د الیکشن کمیشن په وینا، د ښځو او نارینو ووټونو تر منځ پوبیر کم شوی دی.
د الیکشن کمیشن په وینا، د ښځو او نارینو ووټونو تر منځ پوبیر کم شوی دی.

د پاکستان د انتخاباتو اداره - الیکشن کمیشن - وایي، لا هم د ښځو او نارینو په ووټونو کې ۱۰،۴ فیصده توپیر شته خو د پخوا پرتله کم شوی دی.

دوی وايي، د ښځو او نارینو ووټونه ځکه کم دي چې په ډېرو ځایونو کې شناختي کارډونه نه جوړوي او یا د شناختي کارډونو جوړولو ادارې کمې دي.

دا خبره د یادې ادارې ډايریکټر جنرل نګهت صدیق د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

د الیکشن کمیشن له خوا د تېر کال د اکتوبر پر درېيمه ویل شوي ول چې په پاکستان کې رجسټرډ ووټونو شمېره ۱۱ کروړه ۵۷ لکه ۴۸۷۵۰ شوې ده، چې پکې د ښځو ووټونه شپږ کروړه ۴۷۸۶۰۰ و خو ښځو رجسټرډ ووټونه پنځه کروړه ۱۶لکه او ۶۰۶۰۰ دي.

د الیکشن کمیشن په وینا، د ښځو او نارینو ووټونو تر منځ توپیر کم شوی دی.

د ښځو شناختي کارډونو جوړولو او خپل ووټونه رجسټرولو لپاره په قبایلي ضلعو کې (د تکړه قبایلي خویندو) په نوم تنظیم هم کارونه کړي.

په مومند ضلع کې د دغه تنظیم لپاره کارکوونکې رابعه بي بي وايي، ښځو به د خپل ووټ له حق څخه ډېره کمه خبرتیا لرله او شناختي کارډونه به یې هم نه جوړول.

نوموړې وايي، موږ به ښځو ته وویل چې ووټ ستاسو خپل حق دی، شناختي کارډ جوړ کړی خو ځینو ښځو ووټ پیژندو هم نه. نو موږ ورته ویل چې تاسو خپل حق مه ضایع کوی.

رابعه بي بي زیاتوي:"داسې ډېرې ښځې هم وې چې د هغوی عمرونه له ۶۰ څخه زیاته وه، بچي به یې وو، خو شناختي کارډ به یې نه وو جوړ کړی او نه به ورته دا معلومه وه چې ګني هغوی د کوم ځای اوسېدونکي دي، خو اوس پکې د دې ووټونو (عامو انتخاباتو) پس شعور پیدا شوې."

له یو کال راهیسې په قبایلي ضلعو کې د نادرا د مرکزونو سره سره د ټولنې لپاره جوړ سهولت په مرکزونو کې شناختي کارډونه جوړول پیل شوي.

د مومندو د دغه مرکز سي اېف سي مشر حیات خان مشال راډیو ته وويل، په دې یو کال کې د ښځو شناختي کارډونه جوړول تر ۵۰ فیصده زیات شوي.

ده وویل، د کومو ښځو کارډونه نه وو جوړ، هغوی جوړ کړل او یا لګیا دې جوړوي.

حیات خان زیاتوي، چې هلته یو دوی د قبایلي روایاتو سره سم ښځو لپاره ښځو عمله ناسته وي او بله دا چې هر چاته ته شناختي کارډ په سي اېف سي مرکز کې وړیا جوړېږي.

په غونډه کې د کمیشن مشر لخوا دا هدایات هم جاري شوي چې ښځو او نارینو ته د ووټونو ترمنځ د شمېرو توپیر ختمولو لپاره کمیشن باید د اړونده ادارو چې پکې له ټولو ډېر کار نادرا کولی شي په رابطه کې اوسي.

دوی دا هم وايي، چې د دغه دواړو ادارو کارکوونکو ته روزنه هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG