د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شکیل اپرېدي مقدمه له تېرو درو کلونو راهیسې د ځنډ ښکار ده: وکیل


ډاکټر شکیل اپرېدی په دې تور نیول شوی وو چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په میندلو کې مرسته کړې وه. 
ډاکټر شکیل اپرېدی په دې تور نیول شوی وو چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په میندلو کې مرسته کړې وه. 

د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې (سي ای اې) په مرسته د تورن ډاکټر شکیل اپرېدي د بند ۱۰ کاله پوره کېږي.

نوموړی د ۲۰۲۱ز کال په مې کې لومړی سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو خو وروسته په خیبر ضلع کې د وسله والو د مالي ملاتړ په تور سزا شو.

د ډاکټر شکیل اپرېدي کورنۍ وايي، نه په دې تېرو لسو کالو کې انصاف ورکړل شو نو یې هم د مقدمې پرېکړه کېږي.

د ډاکټر شکيل اپريدي د وکيل قمر ندیم اپرېدي په وينا‍، له ۲۰۱۴م کاله راهیسې د نوموړي د سزا ختمولو درخواست د هغه وخت په "فاټا ټرېبیونل" کې تر پینځو کلونو پروت وو او بیا چې په ۲۰۱۸م کال کې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې نو دا مقدمه هم د پېښور های کورټ ته منتقله شوه.

اپرېدي ته د قبایلي ضلعو جرګګۍ له فرنټییر کرایمز رېګیولېشن (اېف سي ار) سره سم د عمر قید سزا اورولې وه.

قمر ندیم اپرېدی وايي، اوس له تېرو درو کالو راهیسې دا مقدمه په پېښور های کورټ کې ده او لا یې هم پرېکړه نده شوې.

ده زیاته کړه چې اوس د حکومت په غوښتنه د شکیل اپرېدي مقدمې لپاره د ججانو درې کسیزه جرګګۍ جوړه شوې ده خو د کورونا وایرس وبا له کبله یې د اورېدنې نېټه نه ده ټاکل شوې.

ده وویل، "دا به لارجر بنچ ګوري چې ایا دا مقدمه به د اېف سي ار لاندې چلېږي چې ختم شوی دی، او که نه د [سزاګانو ملکي قانون] چې ټول پاکستان کې لاګو دی؟ دا وخت او تر اوسه یوازې په های کورټ کې شاوخوا ۲۶ اورېدنې شوې وې او هېڅ ډول کارروایاني پکې نه دي شوي."

په پاکستان کې پر شکیل اپرېدي دا تور ثابت نه شو چې ګواکې هغه د امریکا له جاسوسي ادارې (سي ای اې) سره مرسته کړې وه خو په پاکستان کې دننه ورباندې له ناقانونه وسله والې ډلې سره د مالي مرستو او نورو اړیکو تور پورې شو او په هغه کې سزا شو.

خو د هغه د کورنۍ غړي د وسله والو د مالي ملاتړ تور ردوي او وايي، وسله والو طالبانو اپرېدی تښتولی وو او د خلاصون لپاره یې ۱۰ لکه روپۍ ورکړې وې.

پوښتنه دا ده چې د خیبر ضلعې پر ډاکټر شکیل اپرېدي اوس څه تورونه دي، او ایا هغه ته په زندان کې د یو بندي په توګه حقونه ورکړل شوي او که نه؟

د هغه وکیل قمر ندیم اپرېدي وویل، " د کورونا [وایرس وبا] په وجه ملاقاتونه بند شوي دي نو اوسمهال د هغه د صحت پته نه لګېږي او د کورنۍ پر غړو یې لا هم دا وخت ملاقاتونه بند دي او عامو ورځو کې هم ورته مخصوصي ورځې ورکړې دي. دا دوی له موږ پټ ساتلي دي چې دا وخت د هغه صحت څنګه دی؟"

د بنیادي حقونو په اړه د پېښور های کورټ وکیل عارف الله خان ادېزی وايي، دا د هر قیدي حق دی چې له خپل وکیل سره قانوني سلا وکړي، له خپلوانو سره وویني او د بندي صحت او خوراک ته پام وشي.

د عارف الله خان په وینا، د هر ملزم یا مجرم دا قانوني حق دی چې که قضیه یا مقدمه یې په دوه کاله کې نه فیصله کېږي نو په ضمانت له جېله وتلای شي.

خو د ده په وینا، شرط دا دی چې دغه تاخیر د ملزم یا د ده د وکیل په وجه نه وي.

د شکیل اپرېدي وکیل وايي، نوموړی اوس د پنجاب د ساهیوال په یو سخت امنیت لرونکي زندان کې دی.

نوموړی تر دې وړاندې د پېښور په مرکزي جېل او له هغه وروسته د راولپنډۍ په اډیالې زندان کې وو.

مرکزي یا صوبايي حکومت په دې مقدمه کې د ځنډ په اړه څه دریځ نه دی وړاندې کوي خو حکومتي وکیلانو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې له خپلې خوا یې کار کړی دی او اوس پرېکړه د عدالت کار دی.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه نېټه د القاعده شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې وژلی وو.

تر هغې پېښې وروسته، پاکستانیو چارواکو ډاکټر شکیل اپرېدی په دې تور نیولی وو چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه خو وروسته یې هغه د وسله والو په ملاتړ تورن کړ.

XS
SM
MD
LG