د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په سعودي عرب کې د خپل سفیر او شپږ سفارتکارانو ضد پلټنې کوي


عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني سفیر پرضد يې پلټڼې پیل کړې دي‌ او د سفارت زیاتره کارکوونکي يې اسلام اباد ته بللي دي. 
عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني سفیر پرضد يې پلټڼې پیل کړې دي‌ او د سفارت زیاتره کارکوونکي يې اسلام اباد ته بللي دي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سعودي عرب کې د پاکستاني سفیر راجا اعجاز په ګډون د یادې سفارتخانې شپږ ته اسلام اباد ته ستانه شوي دی.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاند زاهد حفیظ شېخ د اپرېل پر ۲۹مه په بیان کې ویلي چې هم جاري شوي بیان کې ویلي چې د راجا اعجاز پر ځای بلال اکبر په سعودي عرب کې د پاکستان نوی سفیر ټاکل شوی دی.

بیان زیاتوي‌ چې په سعودي عرب کې پاکستانیو وګړو د سفارت په اړه شکایتونه کړي وو نو ځکه د سفیر په ګډون د سفارتخانې غړي اسلام اباد ته ستانه کړل شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې پاکستاني وزیراعظم عمران خان وویل، خبر شوی دی چې په سعودي عرب کې د پاکستان په سفارت خانه کې له اصولو سرغړونه شوې ده.

د ده په وینا، داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې ګواکې هلته له پاکستانيو مزدورانو پېسې اخیستل کېږي او هغسې خدمت يې نه کېږي لکه څنګه چې په کار دی.

عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني سفیر پرضد يې پلټڼې پیل کړې دي‌ او د سفارت زیاتره کارکوونکي يې اسلام اباد ته بللي دي.

د عمران خان په وینا، که هر څوک په دې تورونو کې ککړ ثابت شو نو پرضد به یې سخت ګامونه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په سعودي عرب کې ځینو کارکونکيو مشال راډیو ته ویلي چې دوی په دغه هېواد کې له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي خو پاکستانۍ سفارتخانه يې هېڅ مرسته نه کوي.

د سعودي عرب په دمام ښار کې مېشت د خیبر پښتونخوا د باجوړ محمد طاهر وايي، وزیراعظم عمران خان چې د پاکستان د سفارت پرضد کوم د پلټنو کوم امر کړی دی، دوی د هغه هرکلی کوي.

ده وویل، " د کورونا وبا تر پیل وروسته به په ګرانه بیه ټکټونه ورکول کېدل، د ۱۵۰۰ او یا ۲۰۰۰ زره ریاله ټکټ به خلکو په درې یا څلور زره خلکو اخیستی، د سفارت خلکو به رشوتونه اخیستل."

د سعودي عرب په پلازمینه ریاض مې مېشت د خیبر پښتونخوا د چغرزو اوسېدونکي نقیب یوسفري مشال راډیو ته وویل، پاکستان ته په کار ده چې د دوی د ستونزو په اړه له سعودي‌ عرب سره خبرې وکړي.

ده وویل، " په سعودي‌ عرب کې د پاکستان سفیر خپل کار سم نه کوي، په کورونا کې چې کومې سختې په مسافرو راغلې دي، دوی د پاکستانیانو هېڅ مرسته نه ده کړې."

دوی په خپلو خبرو کې دا تور هم پورې کړ چې د یادې سفارتخانې چارواکي یوازې د هغو خلکو ستونزې هواروي چې سفارش ولري.

په سعودي عرب کې د پاکستان سفارتخانې او نه هم سفیر راجا اعجاز لا په خپله په دې اړه څه ویلي دي.

عمران خان د اپرېل پر ۲۹مه په اسلام اباد کې "د روشن ډيجټل اکاونټ'' پرانستغونډې ته په وینا کې وویل چې دا وخت نهه میلیونه پاکستاني وګړي د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې کار کوي او پاکستان ته پېسې لېږي.

د ده په وینا، که څه هم د دې پیسو په مرسته د پاکستان اقتصاد ډېر ښه شوی دی خو د افسوس خبره ده چې په ځنې سفارتخانو کې د پاکستانیو هغسې خدمت نه کېږي لکه څنګه چې په کار دی.

د پاکستان د سرکاري شمېرو له مخې په سعودي عرب کې د پاکستان شاوخوا ۲۶ لاکه وګړي مېشت دي.

XS
SM
MD
LG