د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې مځکني توت ډېر شوي دي 


د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس انعام الله ساپی وايي ځمکنی توت چې په یوه جریب ځمکه وکرل شي، له ۱۲ سوه څخه تر دوه زره کیلو ګرامه حاصل ورکوي
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس انعام الله ساپی وايي ځمکنی توت چې په یوه جریب ځمکه وکرل شي، له ۱۲ سوه څخه تر دوه زره کیلو ګرامه حاصل ورکوي

د افغانستان د ننګرهار ولایت د زراعت څانګه وايي، سږکال د دې ولایت په شپږو ولسواليو کې د ځمکني توت حاصلات د پروسږکال پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

د دوی په خبره اټکل شوی چې سږکال به په ننګرهار کې تر ۱۵۰ ټنو پورې د ځمکني توت حاصلات ولري.

دوی وايي، په پام کې لري چې سږکال د مني په موسم کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې کروندګرو ته ځمکنی توت وکري او شنې خونې ورته جوړې کړي.

کروندګر هم د ځمکني توت له حاصلاتو خوښ دي، وايي چې د نورو ميوو پرتله له ځمکني توتانو ښه عاید تر لاسه کوي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس انعام الله ساپی وايي چې د تېرو څو کلونو راهيسې یې د نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کښت په بدیل کې کروندګرو ته د ډول ډول ميوه لرونکو بوټو باغونه جوړ کړې وو، چې ښه نتیجه يې ورکړې ده.

د ده په وینا، ځمکنی توت چې په یوه جریب ځمکه وکرل شي، له ۱۲ سوه څخه تر دوه زره کیلو ګرامه حاصل ورکوي او دا اندازه د مارکېټ تقاضا نه شي پوره کولی.

ده وویل، "موږ په پام کې لرو چې سږکال د مني په موسم کې په بېلابېلو ولسواليو کې کروندګرو ته په ۵۰۰ جریبه ځمکه ځمکني توت وکرو او کروندګرو ته يې د کرکيلې لارې چارې وښيوو."

ده زیاته کړه چې نن سبا په اوسط په مارکېټ کې د يوه کيلو ګرام ځمکني توت بیه ۱۵۰ افغانۍ ده چې دا رقم د يوه کروندګر لپاره د کوکنارو ښه بدل کېدای شي.

نوموړي‌ وویل، هڅه کوي چې کروندګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو د کښت کچه لوړه او شنې خونې جوړې کړي چې په څلورو فصلونو کې له ځمکني توت نه حاصل تر لاسه کړي.

په ننګرهار کې د مځکني توت فصل زیات شوی دی
په ننګرهار کې د مځکني توت فصل زیات شوی دی

د رحیم ګل په نوم د سره رود ولسوالۍ يو کروندګر وايي، په درې نیم جریبه ځمکه یې ځمکني توتان کرلي، خوارې یې زیاته ده، خو ګټه یې هم د پام وړ ده.

د ده په خبره، تر اوسه ورسره د حکومت له اړخه هيڅ ‌ډول مرسته نه ده شوې.

ده مشال راډیو ته وویل چې که پام ورته وشي او کروندګرو ته شنې خونې جوړې شي نو د لوړ حاصل په لرلو سره به تر ډېره د مارکېټ اړتیا پوره کړي.

د ځمکني توت حاصل له ټولېدو وروسته په کرونده کې بسته بندي کېږي.

د عادل په نوم يو تن چې د ځمکني توت په کرونده کې د بسته بندۍ کار کوي وايي، د بسته بندۍ په برخه کې ورته کومه اسانتیا نه ده برابره شوې چې یوه اندازه حاصلات د نازکوالي له امله تر مارکېټه نه رسيږي او ضایع کېږي.

خو د ننګرهار د زراعت څانګې چارواکي وايي چې د مني په موسم کې چې دوی په پینځه سوه جریبه ځمکه باندې کروندګرو ته ځمکنی توت کري، د بسته بندۍ او مارکېټ ته د رسېدو استانتیاوې به هم برابروي.

XS
SM
MD
LG