د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ


امریکا وايي، دا پیسې به پر اقتصادي پیاوړتیا، له اداري فساد سره پرمبارزې، د ښځو پیاوړتیا او پرمختګ، مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو او نورو پروګرامونو باندې ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان حکومت یې هرکلی وکړ او دا مرسته یې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام ژمنه یاده کړه.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه پال د اپرېل پر ۲۱مه ماښام په دې اړه مشال راډیو ته وویل: " د امریکا دا مرستې د افغانستان حکومت او خلکو سره د اوږدمهاله ژمنو ښکارندویې کوي. سره له دې چې له افغانستانه د امریکا پوځي حضور کمېږي، خو اقتصادي مرستې به یې ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره دوام ولري."

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بېګا ماښام د دې مرستې په اعلانولو سره وویل چې د امریکا حکومت له کانګرس سره کار کوي چې د افغانستان لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرسته برابره کړي.

انتوني بلېنکن وویل چې د امریکا پخوانۍ ادارې دغې مرستې ته د سولې په خبرو کې د پرمختګ شرط ایښی وو.

د دې مرستې پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې دمخه اعلان وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

ولسمشر بایډن د دې اعلان پرمهال وویل چې واشنګټن به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ښځو او نجونو د پیاوړتیا په ګډون ملکي مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

انتوني بلېنکن ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د دوامداره ملاتړ ښودلو لپاره کېږي.

بلېنکن زیاتوي چې دا مالي مرسته د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره کېږي او په هغو برخو کې به ولګېږي چې ملکي افغان اساسي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

دا پیسې به پر اقتصادي پیاوړتیا، له اداري فساد سره پرمبارزې، د ښځو پیاوړتیا او پرمختګ، مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو او نورو پروګرامونو باندې ولګول شي.

دا ۳۰۰ میلیونه ډالرد هغه ۶۰۰ میلیونه ډالرو یوه برخه ده چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په تېر نوومبر کې په نړیوال کنفرانس کې ژمنه کړې وه، خو نیمایي برخې ته یې د قطر په خبرو کې د پرمختګ شرط ایښی وو. هغه خبرې چې اوس ټکنۍ شوي دي.

تمه وه د افغانستان د سولې په اړه د استانبول غونډه په روانې اوونۍ کې شوی وای، خو طالبانو په کې د ګډون چمتووالی ونه ښود.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG