د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا سکولونه او کالجونه به د کورونا وایرس مخنیوي لارښوونې عملي کړای شي؟


زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکولونو ته روانې دي - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکولونو ته روانې دي - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د خيبر پښتوخوا د تعليم وزارت ويلي چې د اپرېل له ۱۹مې څخه له نهمه تر دولسم ټولګي پورې سرکاري او شخصي سکولونه او کالجونه بیا پرانیزي چې زده کوونکي امتحانونه ورکړای شي.

وزارت دا اعلان پر داسې مهال کړی چې د صوبې د روغتیا اداره د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر زیاتېدو اندېښمنه کړې.

خو ښوونکي او زده کوونکي وېره لري چې که په تعلیمي ادارو کې د کورونا وایرس د مخنیوي لارښوونې سمې عملي نشي، نو د کووېډ-۱۹ پېښې لا زیاتېدای شي.

البته د صوابۍ ضلعې د تعليم محکمې يو چارواکي غذا باچا د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، حکومت دا پرېکړه ځکه کړې چې نه غواړي د تېر کال په څېر دا ځل هم لکونه زده کوونکي له امتحان ورکولو پرته لوړ کلاس یا ټولګي ته کامیاب شي.

د نوموړي په خبره، سکولونو او کالجونو ته هدايات جاري شوي چې له کورونا وايرسه د حفاظت لارښوونې هرو مرو عملي کړي.

د ازموینو لپاره د تعلیمي ادارو پرانیستل

باچا وايي، حکومت د ثانوي ښوونځیو او کالجونو پرېکړه ځکه کړې چې تېر کال هم د وبا له وجې زده کوونکو امتحان نه وو ورکړی، خو دا ځل غواړي چې ازموینې وشي.

"د نهم او لسم ټولګيو امتحانونه د مې له ۲۱مې او د یولسم او دولسم هغه د جون له ۱۷مې پيلېږي. اوس چې پخوانۍ [قبایلي سیمې] هم په خيبر پښتونخوا صوبې ورګډې شوي، په سرکاري تعليمي ادارو کې له نهم تردولسم ټولګيو زده کوونکو شمېر ۵۳۵،۴۵۰۰ ته رسېدلی. موږ به يقيني کوو چې سکول ته داخلېدونکي هر يو ماشوم ماسک اچولی وي. په سکول کې سينېټايزر او صابون بايد موجود وي. موږ به په يو خاص ترتيب په هر يو ټولګي کې د زده کوونکو شمېر له ۲۰ تر ۲۵ ساتو او د هغوی د زده کړو وخت مو هم کم کړی. له دې سره سره د يوه سکول يا کالج د استادانو د حاضرۍ لپاره مو هم پلان جوړ کړی دی. پر يوه مخصوصه ورځ به د هغوی يوازې نيمايي برخه کار ته راځي."

په پېښور یوه ښوونکې د ماشومانو د وجود د تودوښې درجه ګوري. د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
په پېښور یوه ښوونکې د ماشومانو د وجود د تودوښې درجه ګوري. د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د درېيمې څپې تر خپرېدو وروسته مرکزي حکومت د مارچ پر ۲۴مه اعلان کړی وو چې د سرښار اسلام اباد په ګډون د پنجاب او خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې به د اپرېل تر ۱۱مې سکولونه بند وي.

د خيبرپښتوخوا د تعليم وزارت په خپله اعلاميه کې زياته کړې چې له لومړي تر اتم ټولګي پورې زده کوونکي به د روانې اپرېل مياشتې تر ۲۷مې سکولونو ته نه ځي.

د لارښوونو عملي کولو اړتیا

اوسمهال چې د رپورټونه ترمخه، په هېواد کې د کورونا وایرس وبا مسله د تېرو څو مياشتو پرتله زياته سنګينه شوې، د خيبرپښتوخوا د صحت په وزارت کې د وبا د څار او د معلوماتو د دفتر مشر ډاکټر اکرام الله خبرداری ورکوي چې که زده کوونکو او هم عام ولس له وايرسه د ځان ساتنې په چارو کې غفلت وکړ نو حالت نور هم پسې خرابېدای شي.

"د حکومت خوښه ده چې سکولونه بېرته خلاصوي او وايي چې له وايرسه د حفاظت لارښوونې به عملي کوي. خو د [کووېډ-۱۹] ناروغانو په شمېر کې زياتوالي ته که وګورو نو حکومت بايد لږ نور انتظار هم کړای وای. په هسپتالونو د کورونا ناروغانو بوج سېوا شوی دی. خلک بايد احتياط وکړي. مرکزي حکومت تراوسه ۲۵۰،۰۰۰ خوراکه واکسين راکړي دي چې موږ ترې څه کم دوه لکه خلکو ته لګولي دي. د ورځې په حساب له ۷،۰۰۰ څخه تر ۱۰،۰۰۰ پورې کسان واکسينوو."

امتحان ته مو هېڅ تياری نشته.
سکندر

د حکومت لپاره د سکولونو او کالجونو زده کوونکو ته د انلاين زدکړو فرصتونه برابرول هم ستونزمن ثابت شوي.

تعلیمي ادارو کې د لارښوونو عملي کول ګران دي

د مردان سکندر خان د رسالپور په پاکستان اېیر فورس (پي اې اېف) کالج کې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی.

نوموړی وايي، د زده کړو وخت يې ضايع شوی او اوس حيران دی چې امتحان به څنګه ورکوي.

سکندر وېرېږي چې که له کالجه يې وايرس کور ته وېوړ نو د ناروغې مور ژوند ته به يې خطر پېښ شي.

د ده په خبره، په مردان کې د کووېډ-۱۹ پېښې زیاتې شوې دي او "امتحان ته مو هېڅ تياری نشته، سکولونه مو بند ول، نصاب مو نه دی ختم کړی او راته وايي چې يوه مياشت پس به امتحان ته کښېنئ. بله دا چې که [په وایرس اخته] شوم نو د کورنۍ غړي به مې څنګه روغ پاتې شي؟ د مور مې يوه ګرده کار نه کوي. زما [وړجنېدل] د هغې ژوند ته غټ خطر پېښولای شي. زموږ لپاره مو صحت مهم دی. حکومت مو امتحان بايد کوم بل مناسب وخت ته وځنډوي."

په کالج کې مو پر حفاظتي لارښوونو عمل نشي کېدای.
شهاب خان

چارسدې ته نېږدې د مندني هريچند سيمې په يوه شخصي کالج کې ښوونکی شهاب خان هم د خپلې تېر يوه کال مشاهدې په رڼا کې هيله من نه دی چې ګواکې تعليمي ادارې به له کورونا وايرسه د حفاظت لارښوونې عملي کړي.

"په کالج کې مو پر حفاظتي لارښوونو عمل نشي کېدای ځکه چې زده کوونکي ډېر او د هغوی لپاره ځای کم دی. موږ کتلي چې په حکومتي تعليمي ادارو کې بيا هم احتياطي تدابيرو ته يو څه پام کېده. تېر ځل هم د سکولونو له خلاصېدو سره سم د کورونا [وایرس] وبا دويمه څپه راغله. په شخصي تعليمي ادارو کې يې هدايات ليکلي وي چې ماسک واچوئ، په لاس روغبړ مه کوئ، له يوه بل سره نېږدې مه کښېنئ. خو مسله دا ده چې دې لارښوونو ته څوک پام نه کوي."

په خيبرپښتونخوا کې د شخصي سکولونو اتحاديو بيا په تېره يوه مياشت کې وخت په وخت په خپلو احتجاجي مظاهرو کې له حکومته غوښتي چې د سکولونو او کالجونو د بېرته خلاصولو اجازه ورکړي.

د پنجاب حکومت هم د اپرېل له ۱۹مې له نهمه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکو لپاره د تعليمي ادارو خلاصولو اعلان کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG