د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر له خپل جرمني سيال سره کتلي


د جرمني او پاکستان بهرنيوو چارو وزیران
د جرمني او پاکستان بهرنيوو چارو وزیران

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شا محمود قريشي د جرمني د بهرنيوو چارو وزیر سره تر ملاقات وروسته ويلي چې د کورونا وایرس نور واکسين به تر لاسه کړي.

قرېشي د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې په جرمني کې د خپل سيال هايکو ماس سره تر خبرو وروسته ۱۵ ميليونه ډوزه واکسین به د کوواکس پروګرام له لارې لاسته راوړي. هغه دا نه دې ويلي‌چې دا کوم واکسين دي او کله به اسلام اباد ته ورسېږي.

د کوواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتيا نړیوالې ادارې له خوا پر لاره اچول شوی او مقصد یې غریبو هېوادونو ته هم د کورونا واکسين رسول دي.

شاه محمود قرېشي د اپرېل په دولسمه جرمني ته تللی دی. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي دوی د جرمني سره اویا کلنې ديپلوماتيکې اړیکې لمانځي. په دې لړ کې د بهرنيوو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د جرمني پر چارواکو سربېره د هغه هیواد د پارلیمان له مشر ولفګانګ شوابې سره هم لیده کاته کوي.

تمه ده چې دواړه خواوې به د تجارت، اقتصاد او کلتوري اړيکو په زیاتولو خبرې وکړي.

د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکړی دی چې شاه محمود قریشي د برلن پر هوايي ډګر خبریالانو ته ویلي چې دی به د دې سفر پر مهال له کاروباریانو او په جرمني کې د مېشتو پاکستانیانو له استازو سره ویني.

نوموړي ویلي چې دا وخت په جرمني کې تر یو لاک زیات پاکستاني وګړي ژوند کوي او د پاکستان په اقتصادي حالت ښه کولو کې مهم رول لوبولای شي.

XS
SM
MD
LG