د لاسرسي ځای

تازه خبر

کووېډ-۱۹ پر یوه ورځ په پاکستان کې ۱۱۴ تنه وژلي‌


د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس درېیمه څپه راغلې ده چې ورسره د مړو‌ او ناروغانو شمېره هم زیاته شوې ده.
د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس درېیمه څپه راغلې ده چې ورسره د مړو‌ او ناروغانو شمېره هم زیاته شوې ده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ د څار مرکزي ادارې د اپرېل پر ۱۱مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس ۱۱۴ تنه نور وژلي دي.

یادې ادارې ویلي چې دا په ۲۰۲۱ز کال تر اوسه پر یوه ورځ د وژلیو تر ټولو لویه او د اندېښنې وړ شمېره ده.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانکړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېر یو شواروز کې ۵،۰۵۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

یادې ویب پاڼې لیکلي چې په ترو ۲۴ ساعتونو کې په ټول ملک کې د کورونا وایرس ۴۶،۰۶۶ ټېسټونه شوي.

د ورکړیو معلوماتو له مخې، دا ښيي چې په ترسره شویو ټېسټونو کې د مثبتو پېښو کچه ۱۰.۹۶ ده.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر فهیم الله مشال راډیو ته وویل چې ولس د حکومت له خوا د کورونا وایرس د خپراوي مخنیوي لپاره پر اعلان کړیو لارښوونو عمل نه کوي.

ده وویل چې له هم دې کبله کووېډ-۱۹ ناروغي دومره زیاته شوې چې د پېښور لیډي ریډنګ روغتون یې دې ناروغۍ ته ځانګړی دی.

د پېښور مرستیال کمېشنر محمد عمران وایي، هر ورځ د هغو خلکو ضد ګامونه اخلي‌ چې لارښوونې نه عملي کوي.

ده وویل، "یوازې په پېښور ښار کې مو په دې وروستیو کې تر ۳۰۰ کسانو پرضد قانوني کارروایي کړې، یو شمېر مارکیټونه او لوی شاپنګ مالونه مو [تړلي] دي، اوس هم موږ په ښار کې ګرځو او ګورو چې لارښوونې عملي‌کېږي که نه."

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ د څار مرکزي ادارې په وینا، کاروباري مرکزونه به د خالي او یکشنبې یا اتوار پر ورځو مکمل بند وي خو د اوونۍ په نورو ورځو کې به د ماښام پر اتو بجو بندېږي.

اداره وايي، له لومړي ټولګي یا جماعته تر اتمه پورې ښوونځي به د اپرېل تر ۲۸مې بند وي، نهم او لسم او ورسره به د هایر سېکنډري جماعتونو زده کوونکي په هفته کې یوازې یوه ورځ سکول ته تللای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس درېیمه څپه راغلې ده چې ورسره د مړو‌ او ناروغانو شمېره هم زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG