د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۱۰مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
بل پلو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون مشال راډیو ته ویلي چې خلیلزاد د دې شورا له مشر عبدالله عبدالله او نورو غړو سره هم په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې ترکیه د اپرېل پر ۱۶مه د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي.
د فېسبوک تبصرې