د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:کورونا د اپرېل له پیله تر ۸۰۰ زیات کسان وژلي دي 


په پاکستان کې ډاکټران وايي، دا صرف د هغو کسانو شمېر دې چې ټېسټونه يې شوي، کره شميرې له دې ډيرې زياتې دي ځکه چې په پاکستان کې اوس هم خلک کورونا جدي نه نيسي.

په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه نور وژلي او ۵۱۳۹ نور په اخته شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د اپرېل پر لسمه لیکلي چې تر اوسه په ټول ملک کې له دې ناورغۍ ۱۵۳۲۹ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس د دریمې څپې له راتګ سره په پاکستان کې یوازې د اپرېل میاشتې له پیل راهسې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا د څار مرکزي ادارې - نېشنل کمانډ اپرېشن سېنېټر - په وینا، د درېيمې څپې دوران د مارچ ۱۰مې نه د اپرېل تر نهمې نيټې په پاکستان کې ۱۱۵،۰۰۰ نه زيات کسان له کورونا وايرسه متاثره شوي او۱۹۰۰ پورې ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې ډاکټران وايي، دا صرف د هغو کسانو شمېر دې چې ټېسټونه يې شوي، کره شميرې له دې ډيرې زياتې دي ځکه چې په پاکستان کې اوس هم خلک کورونا جدي نه نيسي.

د خيبرپښتونخوا د صحت د محکمې پخوانی مشر ډاکټر ايوب روز د ډاکټرانو دې څرګندونو سره اتفاق کوي.

نوموړي د اپرېل په نهمه مشال راډيو ته وويل "يو لوی شمير خلک اوس هم پر کورونا باور نه لري او بيا ځينې خلک خو ټېسټ کولو کې شرم محسوسوي او ګڼي که خلکو ته معلومه شوه چې کورونا ده راته نو بيا به رانه ځان ساتي، نو د ځينو نورو تر څنګ دا هم هغه وجوهات دي چې له وجې په کم شمير کې کېسونه رپورت کيږي."

د ډاکټرانو دې څرګندونو په اړه د روغتيايي چارو لپاره د وزيراعظم د سلاکار وياند ساجدحسېن مشال راډيو ته فقط دومره وويل چې "دوي به داسې خلک څنګه معلوم کړي چې وايرس وهلي وي او ځان پټوي."

د خيبر پښتونخوا صحت په وزارت کې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د څانګې وياند ډاکټر اکرام الله هم دا خبره کوي.

نوموړی وايي "د نړۍ پرمخ تللي حکومتونو سره هم داسې څه الات نشته چې څوک ځان پټوي او هغوي يې راښکاره کړي او نه دا ممکنه ده چې په اوونۍ دوو کې د ټولې ابادۍ ټېسټونه و شي."

ده زیاته کړه چې دوی تر دې حده خپلې هڅې کوي چې د یو تن ټېسټ مثبت راشي نو د هغې سره په رابطه کې د ۳۰ يا ۴۰ کسانو ټېسټونه وکړي.

د ده په وینا، داسې کولو يوازېنۍ وجه هم دا ده چې د وايرس مخه نيولو سره سره کره شمېرې هم معلومې کړل شي.

د ۲۰۲۱م کال د فېبرورۍ پر۲۴مه د پاکستان حکومتي محدوديتونو تر نرميدو وروسته پاکستان مېډيکل اسوسي اېشن ويره څرګند کړه وه چې حکومت تر وخت وړاندې په ټولبند کې نرمي وکړه او بې احتياطۍ له وجې په ملک کې په مثبتو کېسونو کې بيا اضافه کيدای شي.

د دې ادارې تر اندېښنو څرګندولو دوې اوونۍ وروسته، د مارچ له ۱۰مې په ملک کې هره ورځ د ۲،۰۰۰ نه زيات او د اپرېل له لومړۍ نيټې راهيسې نژدې هره ورځ د څلور نه تر شپږ زرو په منځ کې مثبت کېسونه راروان دي.

د ډاکټر ايوب روز په وينا، خلک په احتياطي لارښوونو هغه شان عمل نه کوي کوم چې پکار دی نو ځکه حکومت ته په کار ده چې له جرمانې سره سره د بند سزا هم اعلان کړي او بيا دې هغه عملي هم کړي.

خو ساجد حسېن تيره اونۍ مشال راډيو ته ويلي وو چې دوی هره ورځ د حالاتو جاج اخلي او هغه خلک او دکانداران چې په احتياطي لارښوونو عمل نه کوي نو مقامي انتظاميه يې پرضد ګامونه پورته کوي.

د دې تر څنګ حکومت په ولسي ځايونو کې ماسک اچول لازمي کړي دي او په کومو سيمو کې چې د کېسونو شمير زيات شي نو حکومت پکې سمارټ لاک ډاون لګوي.

په پاکستان کې د دوېيمې څپې دوران د تير کال په نومبر او ډېسېمبر مياشتو کې له ۱۴۸،۰۰۰ زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي ول او له ۳،۳۰۰ زيات کسان ترې مړه شوي و.

په لومړۍ څپه کې یوازې د تير کال په جون مياشت کې په پاکستان کې ۱۴۱،۰۰۰ نه زيات کسان له ناروغۍ متاثره شوي ول او ۲،۸۵۰ زيات کسان ترې مړه شوي ول.

د کورونا وايرس ترټولو زیات۲۷۰،۰۰۰ پورې کېسونه په سيند صوبه کې مخې ته راغلي، خو تر ټولو زيات ۶،۹۰۰ کسان ترې په پنجاب صوبه کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG