د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورونا ۱۰۵ کسان نور وژلي 


په پاکستان کې یو پلو د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د کورونا وایرس ناروغۍ درېمه څپه راغلې او بل پلو د محدویتونو پرضد احتجاجونه هم کېږي. 
په پاکستان کې یو پلو د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د کورونا وایرس ناروغۍ درېمه څپه راغلې او بل پلو د محدویتونو پرضد احتجاجونه هم کېږي. 

پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ کسان نور وژلي دي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې پاڼې د اپرېل پر نهمه لیکلي چې په تېر یو شواروز کې دې ناروغۍ لږ تر لږه ۱۰۵ کسان نور وژلي دی.

ویب پاڼې لیکلي چې له دې سره تر اوسه په ټول ملک کې له کورونا ناروغۍ څخه د مړه شویو مجموعي شمېر ۱۵۲۲۹ ته رسېدلی دی.

د ویب پاڼې په لیکنه، په هم دې یو شواروز کې په ټول ملک کې ۵۳۱۲ کسان نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د واکسینو ورکړه

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر او د کورونا د څار مرکز نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر مشر اسد عمر ويلي چې له وړوکي اختر وروسته به د دې هېواد ټول وګړي د کورونا واکسين لپاره نومليکنه وکولای شي.

اسد عمر دا پلان د اپرېل پر اتمه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال شريک کړ.

په پاکستان کې د حکومت له اړخه د کورونا واکسين ورکولو لړۍ د روان (۲۰۲۱ز) کال له فېبرورۍ مياشتې راهیسې روانه ده چې دا وخت يې تر ۵۰ کلونو زيات عمر لرونکي کسان اخيستلای شي.

په شخصي توګه د هر عمر وګړي کولای شي چې د پيسو په بدل کې ځان واکسين کړي.

اسد عمر زياته کړه چې تر دې دمه حکومت ۱۱ لکه کسانو ته د کورونا واکسين ورکړی دی. بلخوا په شخصي څانګه کې څه باندې ۱۴،۰۰۰ کسان واکسين شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا ناروغۍ مخنیوي چارو لپاره ټاکل شوی چارواکی ډاکټر اکرام الله وايي، د دوی هدف دا دی چې د ملک ټولو وکړو ته واکسین ولګول شي.

نوموړي د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې ټوله ابادي که نه وي نو چې ۹۰ فیصده وشي هم نو نور به خوندي وي.

د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلکس کې ډاکټر سید عزیز وايي، د پاکستان لویې ابادۍ او د ملک اقتصاد ته په کتو دا ډېره ګرانه ښکاري چې ټولو وکړو ته دې د کورونا ناروغۍ واکسین ولګول شي.

ده زیاته کړه چې بیا هم دا ښه خبره ده چې په ملک کې ټولو وګړو ته د دې واکسینو ورکولو لړۍ پیل شي.

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي چې دوی د خپلو کارکوونکو په ګډون شاوخوا یو لاک ۵۰ زره کسانو ته واکسین ورکړي دي.

پر محدویتونو احتجاجونه

په پاکستان کې یو پلو د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د کورونا وایرس ناروغۍ درېمه څپه راغلې او بل پلو د محدویتونو پرضد احتجاجونه هم کېږي.

د پاکستان د شخصي سکولونو او کالجونو استاذانو او زده کونکو د اپرېل پر اتمه د احتجاجي لاريون له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې د کورونا وايرس په درېیمه څپه کې دې سکولونه او کالجونه خلاص وساتي.

دوی پرون د اسلام اباد پر ډي چوک د يو احتجاجي لاريون پر مهال وويل چې د حکومت لخوا په بیا بیا د تعليمي ادارو بندولو له کبله یو خوا په لکونو زده کونکي له تعلیمه بې برخې پاتې شوي او بلخوا زرګونه استاذان او نوره عمله له مالي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

دوی وويل چې د حکومت لخوا پر ورکړل شويو ټولو احتياطي تدابيرو بشپړ عمل هم کوي خو بيا هم حکومت دوی ته د ښوونځيو خلاصولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د تعلیم وزیر شفقت محمود ويلي په هغه ضلعو کې چيرته چې د کورونا کېسونه زیات دي، له لومړي ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې به سکولونه تر ۲۸م اپرېل پورې بند وي، او دا ډول به هلته د نهم ټولګي نه تر ۱۲م ټولګي پورې تعلیمي ادارې په اوونۍ کې یوه ورځ خلاصې وي.

XS
SM
MD
LG