د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې یو عسکر وژلی او درې یې ټپي کړي‌


په افغانستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)
په افغانستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)

افغان پولیس وايي، د اپریل پر څلورمه په کابل کې د سړک غاړې چاودنې یو امنیتي سرتیری وژلی او درې یې تپي کړي دي.

چارواکو ویلي چې دا پيښه سهار په پغمان ولسوالۍ کې شوې ده. تر اوسه د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې تېرکال په دې هېواد کې په ناامنۍ کې شاوخوا ۳۰۳۵ عام وګړي وژل شوي او ۵۷۸۵ زخمي شوي دي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا د تشدد پېښې زیاتې شوې دي.

په عین وخت کې افغان ځواکونه وخت پر وخت د وسله والو د وژلو ادعاوې کوي.

افغان امنیتي ځواکونو وايي‌ چې د کونړ ولایت په چپه درې ولسوالۍ کې یې تر ۲۱ زیات وسله وال طالبان وژلي دي.

په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ویاند شاهد اله ساپي د اپرېل پر درېیمه مشال راډيو ته وویل چې وسله والو وړمه شپه د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړ چې وروسته جګړه پیل شوه.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ویلي. په افغانستان کې د تشدد لړۍ په داسې وخت کې تونده شوې ده چې د سولې لپاره هلې ځلې هم روانې دي.

XS
SM
MD
LG