د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې په ښوونځيوو کې د نوو زده کوونکو د شاملولو لپاره کمپاين پېل شو


د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۱ حکومتي ښوونځي او ۴۸ خصوصي ښوونځي فعالیت لري.
د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۱ حکومتي ښوونځي او ۴۸ خصوصي ښوونځي فعالیت لري.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په نوي تعليمي کال کې د دې ولایت ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځیو کې شاملوي.

دوی له خلکو غوښتنه کړي چې هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو نېږدې ښوونځیو ته د داخلې لپاره ورولي.

د پکتیا پوهنې ریاست، مدني فعالانو او قومي مخورو، ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د شاملولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

د پکتیا مدني فعالان وايي، اوس خلک د پوهنې د رڼايۍ په ارزښت پوهیدلي
د پکتیا مدني فعالان وايي، اوس خلک د پوهنې د رڼايۍ په ارزښت پوهیدلي

د مارچ پر ۳۰مه د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وویل، د دوی د دې کمپاین څخه موخه داده چې د ښوونځي د عمر برابر ماشومان له زده کړو بې برخې نشي.

کوچي ځاځي وویل: "د ۳۰زره هغه ماشومانو چې د ښوونځي عمر يې پوره کړی وي، د شاملولو پلان لرو. دا نيزدې نيمايي نجونې دي. ددې لپاره دغه موټریز کاروان چې راوتلی، د پټان پوهنیز کاروان په نوم، موږ له خلکو غواړو تر څو خپل ماشومان په خپلو نيزدې ښوونځیو کې شامل کړي. "

د پکتیا مدني فعالان وايي، اوس خلک د پوهنې د رڼايۍ په ارزښت پوهیدلي دي. د رووف خان په نامه يو تن د مارچ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل: "نوم مې روف خان دی، دا موټریز کاروان مو د دې لپاره تیار کړی چې د لیرې پرتو سیمو خلک د پوهنې لور ته راوبولو او د پوهنې لمن پراخه کړو، څو نالوستي خلک چې پاتې دي، د تعلیم څخه برخمن شي. "

که له یوې خوا مدني فعالان، قومي مخور او روڼ اندي د عامه پوهاوي د برنامو له لارې کورنۍ هڅوي چې هغوی خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي، بل لور ته په پکتیا کې د ښوونیزو توکو کمښت تعليمي بهیر اغېزمن کړی دی.

د پکتیا یو قومي مشر زلمی وايي د ولسونو غوښتنه داده چې خلکو ته په کلیو او نېږدې سیمو کې ښوونځي جوړ شي او په کوم ځای کې چې ښوونځي ودانۍ نه لري، هلته ورته ودانۍ جوړې شي.

د چارواکو په وېنا د ښوونځيوو د ستونزو په حلولو بوخت دي. په پکتیا کې ټول ۲لکه ۶۰ زره زده کوونکي دي چې ۷۳ زره يې نجونې دي. د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۱ حکومتي ښوونځي او ۴۸ خصوصي ښوونځي فعالیت لري. سږ کال د پکتیا د ښوونځیو له دولسمو ټولګو ۴۷۸۲ تنه فارغ شول، چې نږدې ۴۵۰ تنه نجونې وې.

XS
SM
MD
LG