د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بایډن له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو نېټه غځول غواړي'


د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته، نېږدې ۱۲،۰۰۰ امریکايي عسکرو افغانستان پرېښود او اوس ‌مهال یې یوازې ۳،۵۰۰ سرتېري هلته مېشت دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته، نېږدې ۱۲،۰۰۰ امریکايي عسکرو افغانستان پرېښود او اوس ‌مهال یې یوازې ۳،۵۰۰ سرتېري هلته مېشت دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتو ته یوه میاشت او یوه اوونۍ پاتې ده، خو داسې ښکاري چې دا نېټه وغځېږي.

د امریکا استازو جرګې یو مخکښ غړي او د دې جرګې د وسله ‌والو ځواکونو کمېټې مشر اېډم سميت وايي، د جو بایډن اداره غواړي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د وتو نېټه وغځوي.

ښاغلي سميت دا هم ویلي چې په دې اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ‌ده شوې خو د مې تر اخره به د دې چارې بشپړول ډېر ستونزمن وي او امریکا په دې ارزونې هم بوخته ده چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عسکرو پاتې کېدو په اړه څه ډول پرېکړه وکړي.

رويټرز خبري اژانس د سميت له قوله لیکلي، "فکر کوم، عمومي فکر دا دی چې د مې لومړۍ نېټه له لوجیسټیکي پلوه ډېره نېږدې ده. موږ په افغانستان کې ۳،۵۰۰ عسکر لرو او متحدان مو بیا نېږدې ۷،۰۰۰ عسکر لري."

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

اېډم سميت دا څرګندونې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین له سفر وروسته کوي.

پېنټاګون کابل ته د ښاغلي اسټين له سفر وړاندې ویلي و چې نوموړی په سیمه کې د موجوده حالت ارزونه کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د مې تر اخره له افغانستانه د امریکايي عسکرو ایستل ستونزمن کار بللی دی.

خو پېنټاګون وايي، که پرېکړه وشي چې امریکايي عسکر دې د مې تر اخره له افغانستانه ووځي، دوی دا کار کولای شي.

د پېنټاګون ویاند جان کربي پرون (مارچ ۲۴مه) رسنیو ته وویل: "کله چې موږ په کابل کې وو، د دفاع وزیر اسټین وویل، که چېرې له افغاستانه د پاتې عسکرو د ایستو پرېکړه وشي، دی ډاډه دی چې د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو قوماندان جنرال سکاټ ميلر به دا چاره په منظمه، خوندي او اغېزناکه توګه مخ ته یوسي."

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون ویاند جان کربي

خو طالبان بیا په افغانستان کې د مې میاشتې له وروستۍ نېټې وروسته د امریکايي عسکرو له شتون سره مخالف دي.

په قطر کې د دې ډلې ویاند محمد نعیم وايي، د شخړې د حل لپاره د دوحې تړون عملي کېدل یو بنسټیز شرط دی.

خو د افغانستان حکومت بیا وايي، د خپلې خاورې او خلکو ساتنه د دوی یو تلپاتی او ملي مکلفیت دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ زیاتوي: "په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو سرونه خوندي دي، خو افغانان لا هم وژل کېږي او جګړه پر افغانانو او امنیتي سرتېرو متمرکزه ده او دفاع هم تر ۹۶ سلنې د افغان ځواکونو پر غاړه ده. موږ ته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه یو دایمي او ملي مکلفیت دی. که نړیواله ټولنه، امريکا یا بل هر هېواد رموږ سره د ترهګرۍ په مقابل کې همکاري کوي، هرکلی یې کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وتلو غوښتنه د افغانستان درې ګاونډیانو روسیې، ایران او چین هم کړې، خو پاکستان بیا دا خبره د دوحې په تړون پورې تړلې بللې او د دې تړون عملي کېدل ‌یې غوښتي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته، نېږدې ۱۲،۰۰۰ امریکايي عسکرو افغانستان پرېښود او اوس ‌مهال یې یوازې ۳،۵۰۰ سرتېري هلته مېشت دي.

XS
SM
MD
LG