د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځمکې له کرې سره تېره شوې ستره ډبره 'بې‌خطره' وه


د یوې اسماني ډبرې تصویر
د یوې اسماني ډبرې تصویر

د اسماني ډبرو په اړه به مو اورېدلي وي چې د ځمکې کرې ته خطر بلل کېږي.

د مارچ پر ۲۱مه نېټه (پرون) همداسې یوه غټه اسماني ډبره په لیرې واټن کې د ځمکې له خوا تېره شوه.

دغه اسماني ډبره چې ستورپېژندونکو ۲۰ کاله مخکې څرک موندلی وو، قطر یې ۹۰۰ متره اټکل شوی، په یکشنبه د دوو میلیون کیلومیټرو په واټن کې د ځمکې د کرې له خوا دومره تېزه تېره شوه چې رفتار یې ۱۲۴ کیلومیټره په ګنټه کې وو.

که څه هم دغه واټن ته په پام د نجومي فزیک‌پوهانو هغه د ځمکې د کرې لپاره ډېره خطرناکه نه‌ده بللې، خو ستورپېژندونکو ته‌یې یو بې‌ساری چانس برابر کړ چې دغه اسماني ډبره چې زموږ د لمریز سیسټم د پیدایښت په لومړیو کې جوړه شوې، مطالعه کړي.

د فضایي څېړونکو په وینا که یو کوچنی شی په دومرهرفتار پر ځمکه ولګېږي، ډېره وراني رامنځته کولای شي.

اته کاله مخکې په ۲۰۱۳ کې د ۶۰ مترو په پلنوالي یوه اسماني ډبره د روسیې په چیلیابینسک ښار ولګېده چې دومره انرژي یې خپره کړه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان پر هیروشیما د غورځول شوي اټم بم ۳۰ برابره وه.

د روسیې په چیلیابینسک ښار کې د اسماني ډبرې له لګېدو وروسته په اسمان کې جوړه شوې لیکه
د روسیې په چیلیابینسک ښار کې د اسماني ډبرې له لګېدو وروسته په اسمان کې جوړه شوې لیکه

د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې، ناسا په وینا دغه نوې اسماني ډبره ډېره لیرې چې واټن‌یې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د واټن څه باندې پنځه برابره وه، د ځمکې له خوا تېره شوه، خو هغه دومره نږدې وه چې یوه خطرناکه اسماني ډبره وبلل شي.

ناسا په فضا کې د اسماني ډبرو او نورو لکه لکۍ داره ستورو په څېر دغسې شیان چې د ځمکې لپاره خطرناک او ورانوونکي بلل کېږي، په نښه کوي او نوملړ یې برابروي.

همدا ډول غټې اسماني ډبرې ۶۶ میلیون کاله مخکې پر ځمکه لګېدلې وې چې په دې کره کې یې په سلو کې ۷۵ ژوندي موجودات له‌منځه یووړل.

د مریخ په اړه د ناسا څېړنې
د مریخ په اړه د ناسا څېړنې

ناسا دا څېړي چې په څه ډول کېدای شي د ځمکې کره له دغو اسماني شیانو خوندي کړي.

دا اداره پر دې هم کار کوي چې ځمکې ته د ګواښونکو اسماني ډبرو لوری، له هغو سره د فضایي بېړیو په نښلولو بدل کړي یا هم د وروستۍ وسیلې په توګه د ویجاړولو لپاره‌یې له اټومي چاودنو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG