د لاسرسي ځای

تازه خبر

مزار شریف کې د نوروز جشن ولمانځل شو


برگزاری جشن نوروز در ولایت بلخ
برگزاری جشن نوروز در ولایت بلخ

د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو.

افغانانو په بلخ او نورو ولایتونو کې د نوروز جشن په لمانځلو سره ۱۴۰۰ هجري کال پيل کړ.

د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو.

په دغو مراسمو کې د بلخ والي فرهاد عظیمي تېر ۱۳۹۹ لمریز کال افغانانو ته یو ناخوښ او د ننګونو ډک کال وباله، خو ویې‌ویل چې تمه لري په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به په هېواد کې سوله تامین شي او پراختیايي پروژې به پلې شي.

هغه وویل: "هیله لرم چې د نوې پېړۍ په پيل سره زموږ په هېواد کې هم یوه نوې څپه پرانیسل شي. په کافي توګه مو درد تحمل کړ او ووژل شوو. بې‌پناه شوو، نږدې او لیرې دوست ته مو لاس اوږد شو. اوس وخت د بیا رغونې او د وران شویو ودانیو د جوړولو دی."

عظیمي همداراز د دولت له مخالفو وسله‌والو (طالبانو) وغوښتل چې له هېڅ قید او شرط پرته دې له افغان حکومت سره په اوربند موافقه وکړي.

خلک له کابله تر بلخه او له بلخ نه تر بامیان او ننګرهاره، ټول ۱۴۰۰ لمريز کال ته متفاوت لیدلوری لري.

ځیني هیله‌مند دي چې د دغه کال په اوږدو کې به په افغانستان کې سوله تامین شي او د وینې تویېدو لړۍ به ودرېږي.

دوی له حکومت او طالبانو غواړي ترڅو اوربند اعلام کړي او وسله‌وال تاوتریخوالی ودروي.

۲۳ کلنه نګینه د بلخ ولایت اوسېدونکې ده.

دا یې په اړه داسې وايي: "په بلخ کې وضعیت ناامن دی. خلک وژل کېږي باید وینه تویونه ودرېږي."

حضرت علي ته منسوب زیارت کې د جهنډې د پورته کولو مراسم
حضرت علي ته منسوب زیارت کې د جهنډې د پورته کولو مراسم

۲۵ کلن منصور د کابل ولایت اوسېدونکی دی. دی وايي چې نور د انفجار، انتحار او اختطاف له خبرونو په تنګ راغلی او د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

دی سره له دې چې تېر لمریز کال د تاوتریخوالي ډک بولي، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونه باید د ترورېستانو د ناوړه فعالیتونو مخه ډب کړي.

هغه وویل: "۱۳۹۹ لمریز کال سره له دې چې ښه کال نه‌و، خو باید ځواکونه مو پیاوړي شي او د مخالفینو د تخریبي او ترورېستي فعالیتونو مخه ونیسي."

ځیني افغانان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د حکومتي ادارو په تشکیل کې د ښځو د حضور د زیاتوالي غوښتنه کوي.

لکه مینا حسیني: "په حکومت کې باید ښځو ته ونډه ورکړل شي چې پراخ حضور ولري او کار وکړي."

حضرت علي ته منسوب زیارت کې د نوروز جشن لمانځل
حضرت علي ته منسوب زیارت کې د نوروز جشن لمانځل

ځینې نور بیا وايي چې د سولې په پروسه کې د بهرنیانو لاسوهنې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته نهیلي کړي او تمه نه‌لري چې ډېر ژر په هېواد کې سوله تامین شي.

له دې ټولو سره سره، د ۱۴۰۰ لمریز کال نوروز په داسې حال کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې راتلونکې ته په هیله‌مندۍ او نهیلۍ لمانځل کېږي چې تېر کال د کرونا وبا له امله د هېواد په هېڅ ګوټ کې دا جشن ونه‌لمانځل شو.

XS
SM
MD
LG