د لاسرسي ځای

تازه خبر

حالات خراب دي پښتانه مشران باید جرګه وکړي: نواب ایاز جوګیزی


د پښتون ولسي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګیزي مشال راډیو ته وویل چې د دې لړۍ لومړۍ جرګه یې د مارچ پر ۱۸مه په بوري یا لورالايي کې کړې وه.
د پښتون ولسي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګیزي مشال راډیو ته وویل چې د دې لړۍ لومړۍ جرګه یې د مارچ پر ۱۸مه په بوري یا لورالايي کې کړې وه.

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو سیاسي او قبایلي مشران وايي، صوبايي حکومت د ولس په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.

دوی وايي په سیمو کې یې حالات اوس دې ځای ته رسېدلي چې نه په کور کې او نه هم له کوره بهر خوندي دي.

دوی په دې سیمو کې د بدامنۍ پرضد د داسې جرګو لړۍ پیل کړې ده چې د هر ګوند او قبیلې مشران به پکې شریک وي.

د دې جرګو مشري کوونکي د پښتون ولسي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګیزي مشال راډیو ته وویل چې د دې لړۍ لومړۍ جرګه یې د مارچ پر ۱۸مه په بوري یا لورالايي کې کړې وه.

نواب ایاز خان جوګیزي زیاته کړه چې بدامني یوازې په دې ضلع کې نه بلکې د نورو ضلعو خلک هم له سختې بدامنۍ سر ټکوي.

ده وویل، "پښتانه هغه وخت راپورته کېږي چې په خپلو سترګو یو څه وویني. اوس خلک راپورته شوي دي او په ټولو پښتون مېشتو ضلعو کې جرګې غواړي، امن غواړي او روزګار غواړي."

نوموړي زیاته کړه چې د داسې مسلو حل یوازې په دې کې دی چې پښتانه تر سیاسي اختلافاتو بالاتر او جرګه شي.

ده زیاته کړه، "دا قامي مسلې حل کول غواړي او دا ورځ تر بلې زیاتېږي. د وطن وسایل لوټ کېږي ، روزکار نشته ، پرمختیايي کارونه نشته او له دې څخه غله پیدا کېږي، د سود کاروبار زیاتېږي او نورې بدکارۍ زیاتېږي."

د بلوچستان په لورالايي کې د شوې جرګې ګډونوال
د بلوچستان په لورالايي کې د شوې جرګې ګډونوال

د جمعیت علما اسلام یو صوبايي مخکښ او پخوانی صوبايي وزیر مولانا فېض الله مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره بې له جرګو بله لاره نده پاتې شوې.

ده وویل چې په بوري یا لورالايي کې حالات اوس دې ځای ته رسېدلي چې خلکو د کلیو پر کچه د څار لپاره خپلې ډلې جوړې کړې دي.

مولانا فېض الله وویل، "په هر کلي‌ کې کمېټۍ جوړې شوې دي او د سهار تر پنځو بجو ګرځي او څار کوي، دا په هره ضلع کې داسې بدامني ده، حکومت تش په نامه دی نو یې هیڅ کردار نشته او خلک مجبوره شوي دي چې په خپله د ځان ساتنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په لورالايي‌ کې تر دې وړاندې هم کورونو ته د وسله والو غلو اوښتو پرضد سیمه ییزې جرګې او ناستې شوې دي.

ځايي‌ قبایلي مشر سردار جعفر خان اتمانخېل یو له هغو کسانو دی چې کور ته یې وسله وال کسان ور اوښتي دي.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د دوی کور ته ورغلیو وسله والو کسانو د پولیسو په څېر وردۍ غوستې وې.

ده وویل، "داسې کسان راغلي وو چې د پولیس رنګه درېشي یې کړې وه، کېپ یې د پولیسو رنګه وو، مخونه یې په وړوکي رومال پټ کړي وو، جېکټونه یې د پولیسو په څېر وو او د یوه پرشا پولیس هم لیکلي وو. له غلو سره زیاتره وخت توپنجې وي خو له دوی سره کلاشنکوفونه وو."

د بلوچستان د حکومت له ویاند لیاقت شاهواني څخه مې وپوښتل چې صوبايي حکومت رښتیا هم پر بدامنیو سترګې پټې کړې دي؟

هغه دا خبره رد کړه خو زیاته یې کړه چې دوی په هره سیمه کې د بدامنۍ پیدا کوونکو پرضد بې توپیره ګامونه اخلي.

لیاقت شاهواني وویل چې د ده په وینا حالات د تېرو دوو کلونو پرتله سږکال ښه شوي دي.

ده وویل، "د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې د یو شخصي چېنل رپورټ راغلی وو چې د ۲۰۱۸م کال پرتله په ۲۰۱۹م کې امنیت ۵۳ فیصده ښه شوی دی او سږکال امنیت د تېر کال پرتله ۷۳ فیصده ښه شوی دی نو په مجموعي توګه په صوبه کې د امن و امان حالت ښه شوی دی."

خو لیاقت شاهواني ومنله چې په ځینو سیمو کې د بدامنۍ پېښې رامنځ ته کېږي خو د ده په وینا، حکومت ورته جدي دی او د بدامنۍ جوړونکو پرضد چټک ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG