د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سولې خبرو کې دې د ښځو ونډه ډېره شي: پکتیاوالې


دوی وايي، د سولې او راتلونکې سیاسي حالات د ښځو په ژوند، کار او زده کړو مستقیم اغېز لري، خو بیا هم دوی ته په دې مهمو خبرو کې پوره ونډه نه ده ورکړل شوې.

د پکتیا ولایت اوسیدونکې ښځې وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځو ونډه لږه ده او هغوی په دې لږه ونډه نه شي کولای په ښه توګه د هېواد د ښځو له حقونو او پرمختګونو دفاع وکړي.

دوی زیاتوي، اوسمهال د افغان ښځو سیاسي پوهه لوړه شوې او کولای شي، د هېواد د لویو او مهمو مسایلو په پرېکړو کې ونډه واخلي او د ښځو د حقونو مساله په کې مطرح کړي.

نن(د مارچ پر ۱۱مه) مدني فعالې رحمانیه سحر مشال راډیو ته وویل، ښځې د هرې بشري ټولنې نیمايي دي، خو په بین الافغاني خبرو اترو کې يې ونډه بیخي لږه ده:

"له ښه مرغه په اوس وخت کې افغانې ښځې له سیاسي نظره ډېره پوهه لري، خو په دې مذاکراتو کې ډېره کمه ونډه ورکړل شوې ده، سره له دې چې په مذاکراتو کې د ښځو ونډه مهمه ده، خو په ډېر کم تعداد سره موږ هلته د ښځو استازې لرو، په دې شمېر ښځې نه شي، کولای د ښځینه قشر له حقونو په سمه توګه دفاع وکړي، نو په ټولنه کې د دوی شمېر سره برابره ونډه باید ورکړل شي."

که څه هم د سولې په خبرو او د هېواد په راتلونکې کې د ښځو د ونډې په باب د ښځینه قشر مخکښو فعالانو خپلې انديښنې شریکې کړي، خو افغان حکومت تل ښځو ته ډاډ ورکړی چې د سولې په خبرو کې به د دوی ټول حقونه او د دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي ساتي او په دې بهیر کې به يې رول معنی لرونکی وي.

دوی وايي، د ښځو په فعال ګډون سره د خبرو اترو بهیر چټکیدلی شي
دوی وايي، د ښځو په فعال ګډون سره د خبرو اترو بهیر چټکیدلی شي

مدني فعاله نفیسه وايي، د سولې او راتلونکې سیاسي حالات د ښځو په ژوند، کار او زده کړو مستقیم اغېز لري، خو بیا هم دوی ته په دې مهمو خبرو کې پوره ونډه نه ده ورکړل شوې.

نفیسه له افغان حکومته غواړي، چې په بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ونډه زیاته شي.

مدني فعاله اسیه بشردوست وايي، د ښځو په فعال ګډون سره د خبرو اترو بهیر چټکیدلی شي: "نن سبا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، د دې خبرو د بریا لپاره باید ډېر کوښښ وشي او ښځو ته په کې ونډه ورکړل شي، ځکه دوی هم غږ لري او غوښتنې لري، ښځې کولای شي، د سولې بهیر چټک کړي، په ملي کچه د خپلو خویندو نظرونه راټول کړي، شاید د دوی خبرې او فعال ګډون یو مثبت پرمختګ راولي."

یوه بله پکتیاواله مدني فعاله بهاره اریا وايي، ښځې کولای شي نارینه سولې ته وهڅوي او هغوی د سولې په حقانیت او اړتیا قانع کړي.

د دې په وینا په دې برخه کې تر ټولو قشرونو د ښځو ونډه مهمه او اغېزناکه ده.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ په نوم یو بنسټ د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندیتوب په هدف د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول کړي دي.

د یاد بنسټ مشرانې وايي، د دې کلیوالو او ښاري ښځو لاسلیکونه او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دوی اندېښنې به، په ټوله نړۍ کې له ښځینه رهبرانو سره شریکې کړي او له هغوی به وغواړي چې د سولې په بهیر کې د افغانو ښځو ترڅنګ ودرېږي.

XS
SM
MD
LG