د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې په اړه روسیې د درې ورځني کنفرانس وړاندیز کړی


د کانفرانس تجویز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تیره میاشت د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وړاندې کړی وو.
د کانفرانس تجویز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تیره میاشت د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وړاندې کړی وو.

روسیې د افغان سولې په اړه په یو درې ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره د مهمو افغان سیاسي مشرانو په ګډون امریکا، چین او پاکستان ته بلنه ورکړې ده.

په پام کې ده چې دا کنفرانس د مارچ پر ۱۸مه په ماسکو کې ترسره شي.

د کنفرانس تجویز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په فېبرورۍ میاشت کې د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وړاندې کړی وو.

نوموړي ویلي ول داسې ښکاري چې د دوحې خبرې په ټپه ودرېدلي دي او دا چې د هغه حکومت په ماسکو کې د یوې غونډې لپاره امریکایان په اعتماد کې اخېستې دي.

کابلوف زیاته کړې وه چې د سفارتي اختلاف له کبله ایران امریکا سره ناستې ته زړه نه ښه کوي خو هغه هیله مند دی چې په دریځ کې به یې بدلون راشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند فریدون خوزون ویلي چې روسیې په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان مهمو سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړې ده.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د روسیې سفیر ته ویلي، ژر به د ماسکو د جوړېدونکې غونډې په اړه د افغان حکومت نظر له روسیې سره شریک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اتمر دا خبره د مارچ پر نهمه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د کتنې پر مهال وکړه.

د خبرپاڼې له مخې افغان لوري د سولې د ټینګښت په هدف د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د روسیې ونډه مهمه بللې.

خپله اتمر تېره اوونۍ په یوه څلور ورځني سفر روسیې ته هم تللی و.

وروسته ماسکو اعلان وکړ چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي او سیاستوال یې د سولې د خبرو په اړه یوې غونډې ته بللي دي.

تر اوسه افغان چارواکو دې غونډه کې د ګډون کولو یا نه کولو په اړه څه پریکړه نه ده کړې.

د ماسکو د کانفرانس تابیا په داسې حال کې کېږي چې امریکا په سیمه کې د جوړجاړي لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد د مارچ پر اتمه د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي او ورسره یې په افغان سوله خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG