د کورونا وایرس ناروغۍ په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ کسان نور وژلي دي چې ورسره تر اوسه د مړو مجموعي شمېر ۱۳ زره ۱۶۶ ته رسېدلی دی.
د کووېډ-۱۹ په اړه ځانګړې سرکاري ویب پاڼې لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۸۰ کسان نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د ویب پاڼې په لیکنه، د مارچ تر ۷مې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر تر۵ لاکه ۸۰ زره اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم چارواکو د دې ناروغۍ په خپرېدو کې د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې تر ۱۱۶ میلیونه او ۵ لاکه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د یاد پوهنتون ویب پاڼه لیکلي چې د مارچ تر ۷مې په نړۍ کې له دې ناورغۍ څخه تر دوه نیم میلیونه او ۸۸ زره زیات کسان مړه شوي هم دي.
کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، هند او برازیل ځپلي دي.
په امریکا کې تر اوسه نژدې ۲۹ میلیونه خلک په دې ناروغۍ اخته شوي چې څه باندې ۵ لاکه ۲۴ زره ورڅخه مړه شوي دي.
په هند کې په کورونا وایرس د اخته شویو شمېر تر ۱۱ میلیونه اوښتی او تر ۱۵۷ زره زیات کسان یې وژلي دي.
په برازیل کې په کورونا وایرس د اخته خلکو شمېر اوس ۱۱ میلیونه ته نژدې شوې خو هلته د مړو شمېر د هند پرتله زیات، یعني څه باندې ۲ لاکه او ۶۴ زره دی.
په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان لوړ پوړو چارواکو د کورونا وایرس مخنیوي په خاطر په لګول شویو بندیزونو کې د نرمۍ خلاف خبردارې ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ واکسینو ورکولو لړۍ پیلولو وروسته ځينو هیوادونو په بندیزونو کې نرمي راوستې ده.
د سازمان چارواکو د مارچ پر پنځمه خبرداری په داسې وخت ورکړی چې د کورونا وایرس سختې څپې برازیل ځپلی او ځينې اروپايي هیوادونه هم له دغه ګواښ سره مخامخ دي