د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۴۲ کلونو راهیسې له سولې محرومه یو: ولسمشر غني


اشرف غني د ایکو له غړو غواړي چې افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په هدف د هڅو ملاتړ وکړي.
اشرف غني د ایکو له غړو غواړي چې افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په هدف د هڅو ملاتړ وکړي.

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د جګړو ختمولو او د اوربند ټینګولو په چاره کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) رول مهم وباله.

د ایکو سازمان د افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکیې په ګډون لس غړي لري چې ۱۴مه سرمشریزه یې د مارچ پر څلورمه مازیګر په انلاین ډول جوړ شوه.

غني دې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: "د یو پراخ اوربند لپاره ستاسو ملاتړ، چې په دوحه کې روانې خبرې چټکې کړي، ډېر اړین دی. موږ د افغانستان خلک له ۴۲ کلونو راهیسې د سولې له اساسي حق څخه بې برخې شوي یو. هغه وخت راغلی دی چې دا تاوتریخوالی چې زموږ ښکلی هېواد یې په یوه وژنځای اړولی، پای ته ورسېږي."

په همدې حال کې په دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي چې دې او همکارانو یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې د راتلونکې او د خبرو لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې چې د دې په وینا ګټورې وې.

کوفی د مارچ پر څلورمه ناوخته پر ټویټر ولیکل چې په دې کتنه کې یو ځل بیا د سولې یوه توافق ته د رسېدو په صورت کې د ښځو او نوي نسل د ونډې پر اهمیت ټینګار وشو.

خلیلزاد د مارچ پر څلورمه دوحې ته ورسېد، خو له هغه مخکې یې په کابل کې له افغان چارواکو او له حکومته وتلو سیاسي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې خلیلزاد کابل ته د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان د سولې د پروسې د چټکولو په خاطر له ځان سره یوه نوې طرحه وړې.

دې چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې افشا شي ویلي چې دې طرح کې راتلونکي سیاسي جوړښت ته د اوښتو لپاره یوه انتقالي دوره شامله ده.

تمه ده چې خلیلزاد به په دې اړه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړي.

له هغه راهیسې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دا دوحې ته د خلیلزاد لومړی سفر دی.

خلیلزاد د ۲۰۲۰ز کال په فبروري میاشت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره افغانستان ته د سولې راوستو موافقه لاسلیک کړه، خو پر دې موافقې د یوه کال له تېرېدو وروسته لاهم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده راکمه شوې بلکې برعکس زیاته شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG