د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او سیمې ته د خلیلزاد سفر: کابل کې یې له غني او عبدالله سره ولیدل


افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې له د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري - د ارشیف انځور.
افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې له د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري - د ارشیف انځور.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کابل ته رسېدلی او د مارچ پر لومړۍ یې له افغان چارواکو سره لیدلي دي.

له ارګه په خپور بیان کې راغلي چې خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په ملاقات کې د سولې بهیر د راتلونکو ګامونو په اړه بحث وکړ او د بهیر پر ګړندي کولو یې ټینګار وکړ.

تر دې مخکې خلیلزاد د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، ده له خلیلزاد او د هغه له ټیم سره د سولې پر بهیر، د دوحې مذاکراتو ته د امریکا روانې بیا-کتنې او پر راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.

عبدالله د مارچ پر لومړۍ پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل، "موږ د تاوتریخوالي زغرده ختمولو او د سولې خبرو ګړندۍ کولو غوښتنه بیا وکړه."

د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به دوحې او یوشمېر نورو پلازمېنو ته هم سفر وکړي.

نوموړي داسې مهال د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی چې امریکا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون پر بیا-ارزونه بوخته ده.

د مارچ پر لومړۍ نېټه خلیلزاد د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم ولیدل
د مارچ پر لومړۍ نېټه خلیلزاد د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم ولیدل

خلیلزاد یو کال وړاندې له طالبانو سره په دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.

افغان دولت د دوحې هوکړه ګټوره نه بولي او ویلي ېې دي، دغې هوکړې له وخت ضایع کولو پرته افغانانو ته بل څه نه دي ورکړي.

طالبان بیا دا هوکړه ګټوره بولي او وایي، امریکایي لوری باید پرې ودرېږي.

افغان حکومت او د سولې مرکچي پلاوی د سولې لپاره هر پورته شوي ګام ته هرکلی کوي.

د سولې په چارو کې د‌ دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د ‌سولې د دوهم پړاو په اړه سفرونه پیل کړي. د افغانستان اسلامي جمهوريت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د سولې په برخه کې اغېزناک وي."

دا واک ته د ولسمشر جو بایډڼ تر رسېدو وروسته، د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG