د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د نيالګيو کېنولو کمپاین پیل شو


په جلال اباد ښار کې د نیالګيو او زینتي بوټو کېنولو دا کمپاین د باچا خان د مقبرې له انګړه پیل شو چې پر یو شمېر دولتي چارواکو سربېره په کې ګڼو مدني فعالانو او فرهنګيانو برخه لرله.
په جلال اباد ښار کې د نیالګيو او زینتي بوټو کېنولو دا کمپاین د باچا خان د مقبرې له انګړه پیل شو چې پر یو شمېر دولتي چارواکو سربېره په کې ګڼو مدني فعالانو او فرهنګيانو برخه لرله.

د ښاروالۍ چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې به د جلال اباد ښار په نهه ناحيو کې په پارکونو، سيل ځایونو او د سرکونو په ګلدانونو کې ۳۱ زره زنیتي بوټي او نیالګي د یوې اوونۍ په دوران کې کېنوي، پالنه او ستاتنه به ترې کوي.

په جلال اباد ښار کې د نیالګيو او زینتي بوټو کېنولو دا کمپاین د باچا خان د مقبرې له انګړه پیل شو چې پر یو شمېر دولتي چارواکو سربېره په کې ګڼو مدني فعالانو او فرهنګيانو برخه لرله.

د نیالګيو د کېنولو په دې کمپاین کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل خبریالانو سره په خبرو کې د جلال اباد له اوسېدونکو هیله وکړه چې په پارکونو او عامه سيل ځایونو کې د کېنول شويو نیالګيو په ساته او پالنه کې ونډه واخلي.

نوموړي وړاندې وویل، "دا د هر افغان مسوولیت دی چې د کور مخې ته يې يو بوټي کېنول کېږي، پالنه او ساتنه ترې وکړي چې زرغون شي او د ښار ښکلا ورسره زیاته شي. خو متاسفانه څنګه چې په کار ده، هغسې همکاري نشته. خو په کومو سیمو کې چې ښاروالۍ بوټي او نیالګي کېنوي، دا يې مسوولیت دی چې اوبه په وخت او زمان سره ورکړي، د ګذر له وکېلانو سره همغږي ولري، چې په فردي توګه د خپلو ګذرونو اوسېدونکو ته د کېنول شويو نیالګيو د پالنې او ساتنې پوهاوي ورکړي."

د جلال اباد ښاروال انجینر اباسين بهير د زنیتي بوټو او نیالګيو د کېنولو د کمپاين په دې موقع خبریالانو ته وویل، په دې کمپاین کې به د ښاروالۍ له لورې د یوې اوونۍ په دوران کې ۳۱ زره زینتي بوټې او نیالګي د جلال اباد ښار د نهه ناحیو په بېلابېلو برخو کې کېنول شي.

نوموړي وړاندې وویل، "د نیالګیو د کېنولو د دې کمپاین پیل مو د باچا خان بابا کمپلکس له انګړه وکړ. پر دې سربېره به د جلال اباد ښار په پارکونو، سیل ځایونو او د سرکونو تر منځ ګلدانونو کې هم زینتي بوټي او نیالګي کېنوي، پالنه او ساتنه به ترې کوي."

اباسین بهير د جلال اباد ښار په اوسېدونکيو غږ وکړ چې په پارکونو او عامه ځایونو کې د کېنول شويو نیالګيو په ساتنه او روزنه کې د ښاروالۍ له منسوبینو سره مرسته وکړي.

د نیالګيو کېنولو په دې کمپاین کې د ننګرهار ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد هم برخه لرله. نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، هر کال په ننګرهار کې په ميلیونونو نيالګي کېنول کېږي خو پالنه او ستاتنه يې نه کېږي.

ده وویل، "دا نن چې د باچا خان بابا په کمپکلس کې د نيالګيو کېنولو کمپاین پیل شو. ما وليدل چې د تېر کال وچ شوي نيالګي ترينه بېرته ایستل کېدل. او دا ځکه چې دلته يې د پالنې او ساتنې څوک نه شته."

مراد د ښاروالۍ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د کېنول شويو نيالګيو ساتنه او پالنه خپله وجيبه وګرځوي.

خو د جلال اباد ښاروال اباسین بهير وايي چې د باچا خان کمپلکس کې د کېنول شويو نيالګيو او زینتي بوټو د ساتنې او پالنې لپاره يې د ښاروالۍ څخه دوه تنه باغبانان توظیف کړي، دا نيالګي او زینتي بوټي د وچېدو له خطره وساتل شي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې د زراعت ریاست تر چتر لاندې د بېلابېلو موسسو په مرسته دوه اعشاریه درې ميلیونه میوه لرونکی او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول شي.

XS
SM
MD
LG