د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د کتابونو دوکانونه تقریباً نشته"


د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ږوب کې د یو درې ورځني کتابي‌ نندارتون پر مهال د زرګونه روپیو په ارزښت د پښتو کتابونه خرڅ شوي دي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ږوب کې د یو درې ورځني کتابي‌ نندارتون پر مهال د زرګونه روپیو په ارزښت د پښتو کتابونه خرڅ شوي دي.

په بلوچستان کې کتاب پلورونکي وايي، د صوبې په پښتنه سیمه کې د پښتو کتاب مینه وال شته خو یا د کتاب وس نه لري او یا هم په هر ښار کې د کتابونو دوکان نشته.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په یو کتابي نندارتون کې د پښتو دومره کتابونه پلورل شوي چې کتاب پلورونکي‌ او عام خلک یې پر ټولنیزو رسنیو په اړه خوښي څرګندوي.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ږوب کې د یو درې ورځني کتابي‌ نندارتون پر مهال د زرګونه روپیو په ارزښت د پښتو کتابونه خرڅ شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو د دې نندارتون نه یوازې ستاینه شوې بلکې هیله ښودل شوې چې داسې هڅې د صوبې په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم تر سره شي.

په دې نندارتون کې د کتابونو پلورونکی کفیل قربان وايي‌ د نورو ژبو کتابونه یې هم خرڅ کړي خو زیاته برخه یې د پښتو کتابونو وه.

دی وايي، په پلورل شویو کتابونو کې د سیاست، تاریخ او شاعرۍ کتابونه زیات وو.

ده وویل، "موږ درې ورځنی کتابي نندارتون لګولی وو چې پکې د ۱ لاک ۴۰ زره کتابونه خرڅ شو او په دې کې ۱ لاک د پښتو کتابونه وو."

کفیل قربان وايي‌ د کتاب اخیستلو لپاره د ولس په خبرولو او هڅولو کې ټولنیزو رسنیو ډېر مهم رول لوبولی دی.

ده زیاته کړه، "چې کله د نندارتون نېټه اعلان شوه نو موږ ورته پر ټولنیزو رسنیو کمپاین وکړ او بیا به مو د نندارتون ویډیوګانې او تصویرونه هم خپرول چې ورسره ډېر خلک خبر شول."

نوموړي زیاته کړه چې د ځینو سیمو ځوانانو ورسره رابطه کړې چې د دوی په سیمو کې هم د کتابونو نندارتون ولګوي.

ډاکټر بریال شېرانی د ږوب داسې ځوان دی چې په خپل خرڅ کتابونه اخلي او خلکو ته یې د لوستلو لپاره ډالۍ کوي.

دی وايي په ځوان نسل کې یې د لوست یا مطالعې مینې زیاتولو او کتاب اخیستلو لپاره یې هڅه کړې چې په ږوب کې د کتابي نندارتون تابیا وکړي.

ده وویل، "له ډېره وخته مې فکر کاوی چې په پراخه کچه ځوانان کتابونه ولولي او دا به څنګه کېږي نو بیا مې د کتابي مېلې خیال ذهن ته راغلی."

ډاکټر بریال شېرانی وايي له خپلې دې هڅې ډېر خوښ دی او هیله لري چې د نورو سیمو ځوانان هم ورته هڅې وکړي.

ده وویل، داسې نه ده چې یوازې د ږوب خلک له کتاب سره مینه لري بلکې د نورو سیمو خلک هم کتابونه خوښوي خو په اسانه یې نشي ترلاسه کولای.

باز خان المیار په کوټه کې د کتابونو دوکان لري. دی وايي ، د کتاب مینه زیاته شوې ده خو په کار ده چې ولس ته د کتاب اخیستلو زمینه برابره شي.

ده وویل، "د جنوبي پښتونخوا په نورو ښارونو کې د کتابونو دوکانونه بېخي نشته او بل دلته دا ستونزه هم شته چې خلک په فیسبوک کې یو کتاب وویني نو هغه غواړي او داسې نه کوي چې په دوکان کې له پرتو کتابونو یې خوښ کړي."

ده وویل چې په خپل دوکان کې یې تر ۲۰۰۰ عنوانه زیات کتابونه یښي او اوس د ګرانۍ له کبله هم د کتاب اخیستل ورو شوي دي.

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې په نژدې هر ښار کې لږ تر لږه د پښتو یوه ادبي ټولنه شته خو هلته د کتابونو او په ځانګړې توګه د پښتو کتابونو د دوکانونو ډېر کمی دی.

XS
SM
MD
LG