د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست او ننګرهار کې د سرتېري ورځ ولمانځل شوه


 په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم لمانځل کېږي.
په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم لمانځل کېږي.

د افغانستان د نورو ولایتو په څېر په ننګرهار کې هم د سرتېري ورځ د یو لړ مراسمو په تر سره کولو سره ولمانځل شوه.

په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د بېلابېلو ولسواليو یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او په سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.

د تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم لمانځل کېږي.

په ننګرهار کې په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې وینا والو په خپلو ویناوو کې ملي امنیتي ځواکونه خپل ویاړ وګڼل او له سرښندنو يې قدرداني وکړه. په دې لمانځغونډه کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي پر ولس غږ وکړ چې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي وړاندې وویل:

"افغانستان له یوه خطرناک پړاو څخه تېرېږي. په داسې وخت کې ټول افغانان په دې مکلف دي چې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. زه په افغان ولسمشر غږ کوم چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو مشران او ولسي پېژندل شوي څېرې په یوه ټغر راټول کړي، افغانستان له دې حساس پړاوه راوباسي او د سولې لپاره دې په شريکه په داسې يو میکانیزم کار وکړي چې د ملک ګټي په کې خوندي وي."

دې غونډې ته د ننګرهار ولایتي شورا غړي اسرار الله مراد په خپلو خبرو کې وویل، د افغان ملي او دفاعي ځواکونو څخه ځکه ولس ملاتړ کوي چې هغوی د هیواد د خپلواکۍ لپاره خپل سرونه نذرانه کوي. نوموړي وړاندې وویل:

"زموږ ملي اردو له داسې يوه قهرمان قام څخه جوړه ده چې که یوه ورور يې د خپل هيواد په دفاع کې خپل سرنذرانه کړي، بل ورور يې د هغه عسکري لباس په تن کړي او سنګر ته لاړ شي. نو که موږ له داسې پوځ څخه ملاتړ ونه کړو، نو ملک سره به مو لویه جفا کړي وي. موږ د داسې د سولې غوښتوونکي یوو چې ملي امنیتي ځواکونه مو لا پیاوړي کړي، نه داسې سوله چې خدای مه کړه هر څه په کې د تېر په څېر له لاسه ورکړو. ولس د ملي امنیتي ځواکونو په کړنو ویاړي او د سرښندنو يې قدرداني کوي."

په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم لمانځل کېږي.
په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم لمانځل کېږي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په خپلو خبرو کې له ولس نه مننه وکړه چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ او ستاینه کوي. نوموړي وړاندې وویل:

"د ننګرهار دېرې سيمې مو د همدې ملي او امنیتي ځواکونو پر مټ او قربانيو امن کړي، زه په خپلو ملي او دفاعي ځواکونو ویاړم چې شپه او ورځ يې په ځان یوه کړې او خپلې مقدسې دندې ته يې دوام ورکړي. یوازې شېرزاد او حصارک ولسواليو کې مخالفین شته چې په شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات روان دي او ډېرې سيمې يې له دښمنه پاکې کړي او د شېرزادو له بشپړې تصفيې وروسته به حصارک ولسوالۍ کې هم ملي او دفاعي ځواکونه عملیات پر مخ بوځي او ټول ننګرهار به د دولت له مخالفو وسله والو پاک کړي."

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالجبار وفا په خپلو خبرو کې له ولسونو مننه وکړه چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. نوموړي وړاندې وویل:

" ډاډ درکوم چې افغانستان يوه پیاوړی او په ټولو وسایلو او تجهیزاتو سنبال ملي پوځ لري. دښمن که هر څومره خپلو شومو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به يې مخه نیسي او له منځه به يې وړي. ډاډه اوسئ چې ستاسو ملي او دفاعي ځواکونه به د خپلې وینې د وروستۍ قطرې پورې له خپل هیواد او ولس ساتنه کوي."

په دې مراسمو کې یو شمیر شاعرانو د ملي امنیتي ځواکونو په ستاینه کې په ترنم شعرونه وویل او ګڼو ځوانانو دا ورځ په اتڼونو هم ولمانځله.

په خوست کې د سرتېري ورځ

د فبرورۍ پر ۲۷مه په خوست کې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځنې ګډونوالو او مدني فعالانو وویل، په دې مراسمو کې د سلګونو ولسي وګړو ګډون دا ښيي، چې ولس د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړی دی.

په دې ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په خوا کې لسګونو ځوانو او مدني فعالانو هم پوځي دریشۍ اغوستې وې او په دې توګه يې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرتېرو سره خپله مینه په ډاګه کوله.

مدني فعال فریدالله قربان وویل، د دې لباس له اغوستو يې موخه داده چې له یوې خوا افغان سرتېرو ته مورال ورکړي او بل لوري ته د دوی د هغو قربانیو قدرداني وکړي، چې د هېواد د ساتنې او ولس د ژغورنې په لاره کې يې ورکوي.

دیني عالم مولوي محمد داود وقفي وايي، سرتېري هغه کسان دي چې نه غواړي چې د دولس کومه مور بوره شي، یا کومه میرمن کونډه شي او یا د ولس کوم اولاد یتیم شي.

مدني فعالانو وايي،د دې ورځې خوښي داده چې له یوې خوا ټولې امنیتي او دفاعي ادارې د وروری فضاء لري او بل لوري ته يې ولس په یو غږ ملاتړ کوي.
مدني فعالانو وايي،د دې ورځې خوښي داده چې له یوې خوا ټولې امنیتي او دفاعي ادارې د وروری فضاء لري او بل لوري ته يې ولس په یو غږ ملاتړ کوي.

مولوي وقفي زیاتوي، همدا لامل دی، چې همدا سرتېري د افغانانو په زړونو کې ځای لري.

خوستي ځوان وحیدالله نواب زوی چې هغه هم پوځي یونفورم په تن کړی وو، وايي غواړي ملي امنیتي ځواکونو ته وښيي، چې دوی یوازې نه دي بلکې ولس او ځوان نسل يې ملاتړی دی.

ده زیاته کړه، "دوی ته ښيوو چې هغوی په سمه لار روان دي، هغوی د دې ولس او خاورې له ارزښتونو ساتنه کوي او په دې لاره کې د د وی سرښندنه اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته ویاړ دی."

له مراسمو څخه افغان سرتېرو او افسرانو هم خوشالي څرګنده کړه او ویل يې چې د ولس اخلاص او ملاتړ دوی ته د لا زیاتې قربانۍ توان وروباخښه.

په خوست کې د ملي اردو افسر الیاس مددي وویل، "د افغانستان له ملکي خلکو څخه ډېر خوشاله یم، ځکه د دوی هڅه او په دې مراسمو کې يې ګډون موږ ته ډېر لوړ مورال رابخښلی دی او دوی ته ډاډ ورکوم لکه څرنګه مو چې ددې ولس او خاورې څخه دفاع کړې ده، د دوی څخه به بیا هم دفاع کوو او په دې لاره کې به له هیڅ راز سرښندونو څخه موږ تېر نه شو."

د حامد شیرافغان په نوم یو سرتېری وايي، د دې ورځې خوښي داده چې له یوې خوا ټولې امنیتي او دفاعي ادارې د وروری فضاء لري او بل لوري ته يې ولس په یو غږ ملاتړ کوي.

دی زیاتوي، دا حالت د سرتېرو په روحیه ښه تاثیر لري او دوی ته دا احساس وربخښي، چې د ژوند تر وروستۍ ساه باید د خپلو خلکو سوله ییز ژوند او هېواد وساتي.

دوی وايي، دا حالت د سرتېرو په روحیه ښه تاثیر لري او دوی ته دا احساس وربخښي، چې د ژوند تر وروستۍ ساه باید د خپلو خلکو سوله ییز ژوند او هېواد وساتي.
دوی وايي، دا حالت د سرتېرو په روحیه ښه تاثیر لري او دوی ته دا احساس وربخښي، چې د ژوند تر وروستۍ ساه باید د خپلو خلکو سوله ییز ژوند او هېواد وساتي.

د خوست چارواکو بیا په دې مراسمو کې د سولې موضوع یادوله او بشپړې سولې ته رسیدل يې په دې پورې تړلي وبلل، چې ولس تر بل هر وخت زیات د افغان ځواکونو حمایت لپاره ملا وتړي.

خوست والي تورنجنرال مهمند کټوازي د دې مراسمو د غونډې ګډونوالو ته وویل:

"سوله په قوت باندې راځي، که چیرې زموږ وسله وال پوځ قوت وي او موږ تاسو په پوره ډول يې په ملاتړ ودریږو، دښمن مجبور دی، سوله وکړي، هر څوک چې زورور وو، کمزوری اړخ يې په خپله سولې ته اماده کیږي، راځئ د وسله وال پوځ شاته ودریږو، راځئ سولې ته سره ولاړ شو، په جنګ ارامي نه راځي، ارامي په خبرو راځي او زموږ دولت ورته تیار دی."

په دې مراسمو کې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او سرحدي ځواکونو په پلي ډول او د وسایطو د نمایش له لارې رسم ګذشت ترسره کړ او ګډونوالو په وطني ولولو او پرلپسې چکچکو دوی بدرګه کول.

د غونډې ګډونوالو، همدارنګه ښځو او یو شمېر ماشومانو د سرتیرو او افسرانو ته د ګلونو ګلدستې ورکړې او یو شمېر نور بیا د ولایتي ادارې لخوا نقدي او په ستاینلیکونو تقدیر شول.

د کب نهمه څلور کاله وړاندې د افغان ولسمشر محمداشرف غني په حکم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم ونومول شوه، له ۲۰۰۱ز کال راپدېخوا د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان ځواکونو د تنظیم او پیاوړي کیدو لپاره هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG