د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: روغتیا څانګو کې د ګومارنې لپاره ازموینې


په خصوصي روغتيايي انسټیټیوټونو کې د زده کوونکو څخه د دولتي ازموینې دا بهيرد فېبروري پر ۲۲مه نېټه پیل شو چې تر ۲۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په خصوصي روغتيايي انسټیټیوټونو کې د زده کوونکو څخه د دولتي ازموینې دا بهيرد فېبروري پر ۲۲مه نېټه پیل شو چې تر ۲۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په ننګرهار کې د هغو اوه زره ښځینه او نارینه زده کوونکو څخه چې په دولسو خصوصي روغتيايي انسټيټیوټونو کې يې زده کړې کړې وې، د دولتي ازموینې بهير د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې پیل شوی.

په خصوصي روغتيايي انسټیټیوټونو کې د زده کوونکو څخه د دولتي ازموینې دا بهير د فېبروري پر ۲۲مه نېټه پیل شو چې تر ۲۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې له خصوصي روغتيايي انسټيټیوټونو څخه له فارغو ۷۰۰۰ زده کوونکو څخه چې ۱۷۵۰ يې ښځینه دي، د قابله ګۍ، نرسنګ، د غاښونو پروټیس، فزیو تراپي، لابراتوار، فارمسي او انستېزي څانګو کې ازموینې واخيستل شي او بریاليو زده کوونکو ته به په دولتي او خصوصي روغتيايي مرکزونو کې د دندې اجرا کولو جواز ورکړل شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نصیر احمد درانی وویل: "یادې ازموینې ته په شفاف ډول سوالونه چمتو شوي، د ولایت سربېره د مرکز د اته ادارو استازۍ یې څارنه کوي او ځوابونه به مرکز ته د نتایجو اعلانولو په موخه واستول شي."

ډاکټر دراني د خصوصي روغتيايي انسټيټیوټونو او پوهنتونونو له مسووولینو وغوښتل چې په روغتیایي برخه کې د نظري زده کړو ترڅنګ خپلو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړي.

په دې ازموینه کې په جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو په کچه ګڼو ښځینه زده کوونکو هم ګډون کړی و. چې د ازموینې په لومړۍ ورځ يې ښځینه زده کوونکو ته ځانګړې کړې وه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل محصلینو ته په وینا کې له ولسونو څخه مننه وکړه چې خپل اولادونه يې په روغتیايي برخو کې زده کړو ته هڅولي دي.

نوموړي وړاندې وویل: "خوښ يم چې نن ۱۷۵۰ تنه نجونې چې د قابله ګۍ په برخه کې یې زده کړې کړي، ازموینه ترې اخیستل کېږي. د دوی له کورنیو نه مننه کوم چې په خپلو لوڼو یې تعلیم کړی دی. زه ډاډ درکوم چې د عامې روغتیا وزارت د ژمنې له مخې به په راتلوونکو څو ورځو کې د ازموینې پایلې هم په شفاف ډول اعلان شي او هره خور او ورور چې په کومو سيمو کې ژوند کوي، هملته به په روغتيايي مرکزونو کې په دندو وګمارل شي."

د ننګرهار ولایتي شورا غړي اسراالله مراد د ازموینې له مسوولینو وغوښتل چې دا ازموینه په شفاف ډول تر سره شي او حق حقدار ته وسپارل شي.

له خصوصي روغتيايي انسټیټوټونو څخه فارغ زده کوونکي خوشحاله ول چې دولتي ازموینه ترې اخیستل کېږي. د کامې ولسوالۍ د یوې غرنۍ سیمې ميټاخېلو اوسېدونکي زرغونه چې د قابله ګۍ په برخه کې يې زده کړې کړې وې، هيله یې لرله چې بریالۍ شي او خپلو کلیوالو مېرمنو ته د خدمت جوګه شي.

نوموړي وویل:"زه په يوه غرنۍ سیمه کې لویه شوې یم. د موټرو تګ راتګ ورته ډېر نشته. ما هلته لیدل چې په کلینیک کې ښځینه ډاکټر نشته او په اولاد ناروغې مېرمنې به يې د کامې مرکزي روغتون ته او یا هم جلال اباد ته بوتلې. داسې واقعې هم رامنځته شوي چې امیداوارې ښځې پر لاره ماشوم زیږولی او یا هم تر روغتونه نه دي رسېدلي او په لاره کې مړې شوي دي. نو که زه بریالۍ شوم، غواړم چې د خپل کلي په کلینیک کې خپلو کلیوالو مېرمنو ته خدمت وکړم."

له مرکز کابل څخه راغلي د ازموینې د څارنې کمېټه چې د اتو ادارو استازي په کې ګډون لري، ژمنه وکړه چې د ازموینې ځوابونه به په شفاف ډول کتل کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG